پاکستان او نورو هېوادونو کې د نمر تندر نيولو ننداره

په کراچۍ کې د نمر تندر نيولو ننداره

په پاکستان کې سهار د اووه نیمو بجو نه تر لس نيمو بجو پورې به نمر تندر نيولی وي، پوهان وايي چې کله سپوږمۍ په پوره ډول د نمر او ځمکې ترمنځ راشي نمر تندر نيولی يا دې د نمبر تندر نیول ويل کيږي.

په پاکستان او نوره نړۍ کې د نمر تندر نيولو دې نندارې ته د (اور کړۍ يا رنګ اف فاير) نوم ورکړی شوی دی.

د طبي يا سائنسي پوهانو په وېنا کوم وخت چې نمر تندر نيولی وی بايد په دغه وخت کې نېغ په نېغه بې د کومو خاصو چشمو يا الو نمر ته ونه کتل شي د سترګو په نظر بدې اغېزې کولی شي.

له دې پرته دا په وجود کوم بل اثر نه لري.

د مذهبي عالمانو وېنا په دې وخت کې د کسوف په نامه يو خصوصي عبادت کيږي او په کراچۍ کې په بېلابيلو ځايونو کې د دې نمونځ په ګډه سره کولو دپاره تابيا هم شوې ده.