د پاکستان یو فلم جوړوني (فلمساز) جمشید محمود (جامي) د پاکستان وتلې مطبوعاتي ادارې ډان مشر یا سي اي او حمید هارون نامه اخستې او تور يې لګولی چې ۱۳ کاله وړاندې حمید هارون د هغه سره جنسي زیاتی کړی وو.
ډان ورځپاڼې بیا د حمید هارون لخوا یو تفصیلي بیان خپور کړی چې پکې د جامي لخوا لګول شوي تورونه رد کړي او د جامي پرضد يې د قانوني ګامونو پورته کوله خبره کړې ده.
د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان پيژندلي فلم جوړونکي جمشید محمود چې په جامي زیات پیژندل کیږي په ټوېټر تور لګولی وو چې ۱۳ کاله وړاندې د پاکستان د میډیا یو وتلي تن (میډیا ټاېکون) د هغه سره جنسي زیاتی کړی دی. که څه هم په هغه وخت کې جامي د چا نامه نه وه اخستې خو په ټولنیزو رسنیو په دغې اړه ډیرې ګنګوسې خورې وې.
د خالي یا شنبې په ورځ جامي په خپل ټوېټر په ښکاره د ډان ادارې د مشر حمید هارون نامه اخستې او په نوموړي يې د جنسي زیاتۍ تور لګولی. د اکتوبر په میاشت کې په لومړي ځل په دغه خبره کولو په ټولنیزو رسنیو د جامي په حق کې ګڼ کسان رامخې ته شوي وو او د نوموړي نه يې غوښتنه کوله چې د دغه تن نامه دې واخلي. خو جمشید محمود (جامي) به د دغې په ځواب کې وېل چې د چا سره زیاتی شوی وي دا دهغه خوښه ده او حق دی چې په دغې مسله په کوم وخت او څومره خبره کوي. تیره ورځ په خپل ټوېټ کې جامي لیکلي چې هغه دا وخت په ذهني توګه دې ته تیار دی چې د زیاتي کونکي نامه واخلي او په بله کرښه کې يې د حمید هارون نامه اخستې.
جمشید محمود په خپل ټوېټس کې وړاندې دا هم لیکلي چې د هغه په خیال ډان میډیا ګروپ به نه خو پخپله دا خبره خپروي او نه به نورې مطبوعاتي ادارې دې خبرې خپرولو ته پریږدي.
— Jami raza (@azadjami1) December 30, 2019
د جامي د دغې تورونو وروسته د ګل / دوشنبې په ورځ د ډان ادارې مشر یا سي اي او حمید هارون خپل یو بیان ورکړی. دغه بیان په ډان ورځپاڼه کې خپور شوی. په دغه بیان کې حمید هارون په خپل ځان لګیدلي تورونه رد کړي او تور يې لګولی چې دغه تورونه د بدنیتۍ په اساس لګول شوي او دا چې پاکستان کې ځیني داسې قوتونه شته چې په جامي دغه هر څه کوي.
حمید هارون په خپل بیان کې په نژدیو ورځو کې د ډان ورځپاڼې په دفترونو شوو بریدونه، او احتجاجونه د جامي د تورونو سره تړلي. د ډان ادارې مشر تور لګولی چې دا هر څه ځکه کیږي چې د ډان ادارې نامه بدنامه کړي او په پاکستان کې د صحافت یا میډیا په ازادۍ نورې سختۍ ولګول شي.
حمید هارون په خپل بیان کې دا هم ویلي چې هغه کله هم د جامي سره يواځې لیده کاته نه دي شوي او یو څو ځل لیده کاته هم د کار په حقله وو.
هم نن فلم ډاېرېکټر جامي د وي او ای اردو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د خپلې خوا نه لګیدلي تورونو دفاع کړې ده.
د دغه تورونو وروسته په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو هم په دې لانجه تود بحث پېل شوی چرته چې ګڼ کسان د جامي په حق او ګڼ نور بیا د حمید هارون په حق کې خبرې کوي.
په ټوېټر دا وخت حمید هارون په پاکستان کې غټ ټرېنډ دی او ګن شمیر خلک د ډان ادارې په مالک پسې سپورې ستغې وايي.
Thank you @dawn_com for doing your job. You are an institution bigger than any individual. People subscribe to you to get news, as it is. You are not a party to the alleged crime and don%27t create impression of becoming one through selective reporting. https://t.co/HhKi8yfcMA
— M. Jibran Nasir (@MJibranNasir) December 30, 2019
وتلي مدني فعال جبران ناصر په خپل یو ټوېټ کې د ډان ورځپاڼې مننه کړې چې دغه خبر يې په خپله پاڼه خپور کړی.
This is ethical journalism.. Dawn publishes story against its own CEO while all other media outlets kept mum over the serious allegations.. Now the ball is in the court of investigators. https://t.co/sPFDBp07Jv
— Waseem Abbasi (@Wabbasi007) December 30, 2019
یو بل خبریال وسیم عباس هم د ډان ورځپاڼې مننه کړې خو ځیني نورو بیا په اخبار نیوکې کړي چې د جامي خبرو له يې لږ او د حمید هارون خبرو له يې زیات ځاې ورکړی.