پاکستان د ايران سره په پوله د ترهګرۍ، ناقانونه سوداګرۍ او انساني قاچاق د مخنيوي هوکړه لاسليک کړه

پاکستاني او ايراني چارواکو هوکړه لاسليک کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بلوچستان په پوله به د ترهګرۍ، د ناقانونه سوداګرۍ، انساني قاچاق او نشه يي توکيو د مخنيوي په لړ کې همکاري کوي.

دغه هوکړه د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د جمعې په ورځ د دواړو هېوادونو د ګډې پولې د ګډ کمېسون د چارواکو د درې ورځنۍ غونډې په پايله کې شوې ده.

په غونډه کې د بلوچستان ایالت چیف سکریټري فضل اصغر وویل ، "پکار ده چې په تجارت کې د بریا ترلاسه کولو او د سرحدي امنیت پیاوړتیا لپاره په درې ورځني غونډہ کې شوې ټولې پریکړې عملي شي".

"د دواړو هیوادونو په پولو کې کوچنۍ مسلې باید حل شي."

هغه له ایراني پلاوي وغوښتل چې د ایران له لوري پولې سره نزدې خلک دې وهڅوي چې د امن فضا رامنځته کړي او د لیدنې ټیم ته یې ډاډ ورکړ چې د بلوچستان له لوري به هم ورته چمتوالی نیسي.

اصغر وویل ، "پاکستان او ایران باید د سوداګرۍ په فعالیتونو کې همکارۍ زیاتې کړي چې د دواړو هېوادونو اقتصاد ښه شي."

د ايران د سیستان - بلوچستان د امنیت چارو د ریاست معاون محمد هادي مارشي مارشي وویل ، "پاکستان او ایران دوه وروڼه هېوادونه دي چې تل د اړتیا په وخت کې له یو بل سره مرسته کوي".

مارشي ژمنه وکړه چې ایران به د "د دواړو هېوادونو ترمینځ سوداګریزو فعالیتونو په وده کې د مرستې کولو لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي".

په غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو او د سيکرټري لوی درستیز کیپټن (ر) فضل اصغر کوله ، په دې مراسمو کې د سیستان - بلوچستان د امنیت چارو د ریاست معاون محمد هادي مارشي د ایراني پلاوي مشري کوله پکې لوړ پوړو ملکي او نظامي چارواکو هم برخه درلوده.

غونډې په پوله د غېرقانوني انساني قاچاق د مخنیوي ، د ایراني ډیزلو او پټرولو غېرقانوني رسولو ، او د پولې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ د فعالیتونو د مخنیوي لپاره بېلابيلې پرېکړې وکړې.