اسپر: امریکا د عراق نه پوځ نه اوباسي

د امریکې د دفاع وزیر مارک اسپر د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي د عراق نه پوځ نه اوباسي او د پوځ د لوړ پوړي افسر نه د پوځ ويستلو خط په غلطۍ کې جاري شوی دی.

اسپر ويلي، "داسې کومه پرېکړه نه ده شوې چې عراق پرېښودی شي او نه د عراق نه د وتلو کوم پلان جاري کړی شوی دی".

د ګل، دوشنبې په ورځ په ټويټر داسې خط خپور شوی چې د امریکې د طرفه عراقي حکومت ته لېږل شوی او ورته پکې ويل شوي چې امریکا د عراق پرېکړې ته احترام لري او د عراق څخه د وتلو فېصله کوي.

د امریکې د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک ميلی دغه خط په غلطۍ سره جاري شوی دی.

امریکايي چارواکو په عراق کې د ايران د قدس ځواک د مشر قاسم سليماني د وژلو په اړوند هم څرګندونې کړي دي، دوی ويلي هغه په امریکايانو د بريدونو پلان لرلو.

امریکايي چارواکو ويلي تېره اوونۍ په بغداد کې وژل شوي سليماني پلان درلود چې په سيمه کې په امریکايي پوځ بريدونه وکړي.

ايران د قاسم سليماني د وژلو د بدل اخيستو ويلي او امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ ويلي که ايران کوم ګام اخلي سخت ځواب به ورته ورکړي.

د امریکا د لاسه د قاسم سلیماني د وژلو وروسته د عراق پارلیمان قرارداد منظور کړی چې امریکايي پوځ دې د عراق څخه ووځي.