د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ايران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ته خبرداری ورکړی چې د "امریکا او يورپ په اړوند خبرو کې بايد پام کوي".
خامنه يي د جمعې په ورځ په خپله وېنا کې د امريکا په صدر ډانلډ ټرمپ ټکونه کړي وو.
صدر ټرمپ ورته په ټويټر غبرګون کې ويلي، "د ايران تش په اصطلاح مشر اوس سپريم ليډر نه دی پاتې. هغه د امریکا او يورپ په اړوند غلطې خبرې کړي دي. د ايران اقتصاد ډوبيږي ولس يې د ستونزو سره مخ دی په داسې حالاتو کې خامنه يي بايد په خبرو کې پام کوي".
The so-called “Supreme Leader” of Iran, who has not been so Supreme lately, had some nasty things to say about the United States and Europe. Their economy is crashing, and their people are suffering. He should be very careful with his words!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 17, 2020
نوموړي دغه رنګ يو ټويټ په فارسي ژبه کې هم کړی دی.
مردم نجیب ایران، که آمریکا را دوست می دارند، سزاوار دولتی هستند که بیش از تمرکز بر کشتن آنها به جرم احترام خواهی، به آنها کمک کند تا به رؤیاهایشان دست یابند. رهبران ایران به جای آن که ایران را به سمت ویرانی بکشانند، باید هراس افکنی را کنار بنهند و ایران را دوباره باعظمت کنند! https://t.co/RLjGsC5WLc
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 17, 2020
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يې د جمعې په ورځ په تهران کې یوې لوې ګڼې ته په وېنا کې د امریکاد صدر دانلډ ټرمپ پرضد سخته لهجه کارولې وه.
هغه په تهران کې د جمعې لمانځه ته په وینا (خطبه) کې صدر ډانلډ ټرمپ ته مسخره ویلي او زیاته کړې يې ده چې هغه (ټرمپ) ځان د ایرانیانو لوې پلوي ښايي خو په حقیقت کې یو زهر لرونکی تن دی.
ایت الله علي خامنايی ویلي د امریکا په ډرون برید کې وژل شوي ایراني جنرال قاسم سلیماني په جنازه کې د بې شمیره ایرانیانو ګډون دا خبره په ډاګه کړې چې د ایران اولس د خپل حکومت (اسلامي جمهوریت) سره ولاړ دي سره د دې چې په نژدیو کې د مظاهرچیانو پرضد یو شمیر قضیې هم درج شوي.
په خپله خطبه کې ایت الله علي خامینايي زیاته کړې د قاسم سلیماني بزدلانه وژنې د خود سره اسلامي ریاست یا داعش پرضد روانه جګړه کې یو تر ټولو مهم کمانډر لری کړی.
د قاسم سلیماني د وژنې په ځواب کې ایران په عراق کې په امریکايي پوځیانو باندې د بیلسټک میزایلو بریدونه کړي وو چې پکې امریکايي عسکرو ته زیان نه وو رسیدلی.
د ایران مذهبي مشر زیاته کړې دغه بریدونه د نړۍ طاقتوره هیواد یعنې امریکا په مخ یو ګزار وو څوک چې ځان د نړۍ سپر پاور ګڼي.
ایت الله علي خامنه يي د کال ۱۹۸۹ راهسې د ایران ستر مشر دی او په ټولو لویو فیصلو کې د هغه خبره اخیرۍ خبره ګڼل کیږي.
۸۰ کلن خامنه يي د قاسم سلیماني په جنازه کې په ښکاره ژړلي وو او ژمنه يې کړې وه چې د امریکا نه به د دغې مرګ سخت بدل اخلي.
د امریکا او ایران تر منځه تاوتریخوالی د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د کال ۲۰۱۵م د ایټمي تړون نه د وتلو وروسته شورو شو. صدر ټرمپ د دغه لوظنامې نه د وتلو وروسته په ایران نور بندیزونه ولګول.
د قاسم سلیماني د وژنې وروسته بیا ایران اعلان وکړو چې دوي به د ایټمي تړون شرطونه نور نه پوره کوي.
اروپايي هېوادونه چا چې هڅه کله چې دغه لوظنامه ژوندې وساتي تیره اونۍ بیا د دغې ځواب کې ویلي چې دغه لانجه به د کشالو هوارولو کمېشن ته وړي، کیدلی شي د دغې وروسته په ایران نور بندیزونه هم ولګي.