واشنګټن ــــ د پشتون ژغورنې غورځنگ حمایت کوونکي د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او ګڼ شمېر نور کسان په اسلام اباد کې پولیسو په داسې حال کې گرفتار کړل چې د پي ټي اېم فعالانو د اسلام اباد پرېس کلب سره نژدې د تحریک مشر منظور پشتین د گرفتارۍ خلاف مظاهره کوله.
د رپورټ ترمخه د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ډان نیوز ټي وي ته د خپلې گرفتارۍ تصدیق وکړو او ویې وېل "مونږ د پولیس په ولکه کې یوو او کوهسار پولیس تاڼې ته منتقل کړی شوي یوو."
د بخښنې نړیوال سازمان اېمنیسټي انټرنېشنل پرون د منظور پښتین د نیولو غندنه او د هغه د ژر ر ژره خوشي کېدلو غوښتنه کړې وه، نن یې د محسن داوړ او د نورو احتجاج کوونکو د نیولو غندنه کړې ده:
"د نړیوال قانون او د پاکستاني آیین له مخې هر څوک په سوله ییزه توګه د را غونډېدو حق لري، موږ له پاکستاني چارواکو غواړو چې د نن (نهې- سه شنبې) نیول شوي سوله ییز احتجاج کوونکي خوشي کړي".
Everyone has the right to freedom of peaceful assembly, as recognized in Pakistan’s constitution and international law. We call on the Pakistani authorities to release those detained at peaceful protests today.
— Amnesty International South Asia (@amnestysasia) January 28, 2020
مخکې داسې خبرونه هم ورکړل شوي وو چې د قومي اسمبلۍ بل غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی علي وزیر هم پولیسو نیولی، خو هغه دا خبر رد کړی او وایي چې په خوندي ځای کې دی او پولیسو نه دی نیولی.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د منظور پښتین د خوشي کېدو لپاره په جوړه شوې مظاهره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کسانو د نیولو غندنه کړې او ویلي یې دي چې سوله ییز احتجاج جرم نه دی:
"زه زما د قومي اسمبلۍ د همکارانو محسن داوړ او علي وزیر او نورو نیول غندم چې د منظور پښتین د نیول کېدو په ضد یې احتجاج کاوه. حکومت به هغه وخت ښه کار وکړي که خپل حلف ور یاد کړي چې د پاکستان د آیین پاسداري به کوي".
I condemn the arrest of my NA colleagues @mjdawar & @aliwazirna50 and others protesting the detention of Manzoor Pashteen. The government would be well served by remembering its oath to uphold the constitution of Pakistan. Peaceful protest is not a crime.
— BilawalBhuttoZardari (@BBhuttoZardari) January 28, 2020
ډان په خپل رپورټ کې وویل د بي بي سي خبري ادارې خبریال سکندر کرماني یو وډیو شریکه کړې ده چې پکې لیدل کېږي چې پولیس محسن داوړ پخپله ولکه کې اخلي. په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر او لیکوال حسېن حقاني هم د پي ټي ایم پر نننۍ مظاهره د پولیسو برید غندلی دی:
"د منظور پښتین تر نیولو وروسته د قومي اسمبلۍ د غړو نیول په پاکستان کې د زیاتېدونکې سالنډۍ او جبر ښکارندویي کوي. په 72 کاله کې چې په زور ستونځې حل نه شوې نو اوس به د ډنډې په زور کومه مسئله حل شي؟".
منظور پشتین کی گرفتاری کے بعد ارکان قومی اسمبلی علی وزیر اور محسن داور کی گرفتاری #پاکستان میں بڑھتی گھٹن اور جبر کی نشاندہی کرتی ہے۔ جب 72 سال میں زور زبردستی سے مسائل حل نہیں ہوۓ تو اب ڈنڈے کے بل پر کون سا مسئلہ حل ہو جاۓ گا؟
— Husain Haqqani (@husainhaqqani) January 28, 2020
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم د محسن داوړ په ګډون د اسلام اباد د نننۍ سوله ییزې مظاهرې د احتجاج کوونکو نیول غندلي او پوښتنه یې کړې چې د خپل حق لپاره ږغ پورته کوونکو پښتنو سره د پردیو غوندې سلوک کول پښتنو ته کوم پیغام ورکوي؟ اسفندیار ولي خان د عمران خان پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي:
"واکمنو له جمهوریت او آیینه ټوکې جوړې کړې دي، عمران خان پرله پسې ثابتوي چې هغه یو راوستل شوی وزیراعظم دی، د قومي اسمبلۍ د غړو نیول د حکومت آمرانه پالیسي ده، له پښتنو سره دا ډول سلوک به د دې هېواد لپاره خطرناک ثابت شي"
د اسلام اباد مظاهرې په مهال د خانزېب مسود په نامه یو خبریال هم نیول شوی چې له "آنلاین نیوز" ایجنسۍ سره یې کار کاوه. مشهور خبریال او څېړونکي طاهر خان د هغه نیول غندي دي. طاهر خان پر ټویټر لیکلي:
"په اسلام اباد کې د پي ټي ایم مظاهرې د کورېج کوونکي نیول شوي خبریال خانزېب مسود د خوشي کېدو غوښتنه کوو. د ده نیول له خپلو صحافتي ذمه واریو د خبریالانو د را ګرځولو اقدام ګڼو".
اسلام اباد میں پی ٹی ایم مظاہرے کی کوریج کرنے والے گرفتار صحافی خانزیب محسود کی رہائی کامطالبہ کرتے ہیں۔ان کی گرفتاری کو صحافیوں کو پیشہ وارانہ ذمہ داریوں سے روکنے کا اقدام تصور کرتے ہیں۔صحافی تنظیموں سے حمایت کی درخواست ہے۔ @dcislamabad @ICT_Police @DigIslamabad @HamidMirPAK pic.twitter.com/3dV0c8f3lN
— Tahir Khan (@taahir_khan) January 28, 2020
د اسلام اباد یوه پولیسو چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې تور پورې کړی چې محسن داوړ او نور احتجاج کوونکي یې ځکه ونیول چې وایي تر هغې ولکې یې د ور اوښتو هڅه کوله چې پولیسو ورسره ټاکلې وه. وایي دوی تر اغزنو تارونو ور واوښتل او د پولیسو خبره یې ونه منله ځکه یې پولیسو په نیولو لاس پورې کړ.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د گل- دوشنبې په ورځ په پېښور کې پولیسو په دې تور نیولی، چې وایي په ډیره اسماعیل خان کې د ریاست خلاف د وینا او د کرکې راپارولو په مقدمو کې پولیس ته مطلوب وو.
اسلام اباد پولیسو تر اوسه د نیول شویو کسانو شمېر نه دی ښوولی او نه د دوی په اړه د کومې مقدمې درج کېدو خبر ورکړل شوی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ کسان وایي چې تر دېرشو زیات کسان یې نیول شوي چې د محسن داوړ په شمول سیاستوال او د بشري حقونو مبارز افراسیاب خټک، سیاستواله عصمت شاه جهان او ګڼ شمېر نور کسان پکې شامل دي.