سعودي عرب په پينځه کاله کې د دوه لاکه ۸۵ زرو نه زيات پاکستانيان شړلي دي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي، سعودي عرب د کال ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۹م پورې دوه لاکه ۸۵ زره او ۹۸۰ پاکستانيان په بېلابيلو علتونو بيرته را شړلي دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (ای پي پي) ترمخه قرېشي د جمعې په ورځ سېنېټ ته په وېنا کې ويلي، سعودي عرب چې کوم پاکستانيان راشړلي، دوی د استوګنې د كارډ مودې ختمېدو، بغېر اجازت نه د حج كول، غلا كولو، د نشه يي توكيو ساتلو او د خپل وخت نه د زیاتې مودې پورې پاتې کېدو له سببه راويستل شوي دي.

د سېنېټ غونډې ته ويل شوی چې په کال ۲۰۱۵م کې د رياض او جدې ښارونو څخه نزدې ۶۲ زره، په ۲۰۱۶م کې د ۷۲ زرو نه سېوا، په ۲۰۱۸م کې نزدې ۵۷ زره او په ۲۰۱۹م کې نزدې ۳۶ زره پاکستانيان راویستل شوي دي.

د کال ۲۰۱۹م په فرورۍ کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ويلي ؤ د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان يې خواست منلی چې په سعودي عرب کې بنديوان ۲۱۰۷ پاکستانيان به په سمدستي ډول خوشي کوي.

خو د سېنېټ په غونډه کې په دغه اړوند څه نه دي ويل شوي او نه په رپوټ کې دا ويل شوي چې دا وخت په سعودي عرب کې څومره پاکستانيان دي.