وړانګه لوڼۍ: ارمان د دې وطن او خلکو د ښه ژوند لپاره ځان قربان کړ

Your browser doesn’t support HTML5

نن د فرورۍ دویمه د پاکستان په ګډون په نوره نړۍ کې هم د ارمان لوڼي لومړی تلین لمانځل کېږي. د هغه کورنۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان له ریاسته غوښتنه کوي چې د هغه په وژنه په ایف ای آر کې په نخښه شوي تورن پولیس افسر او نورو عسکر دې ونیول شي او د هغه له کورنۍ سره دې انصاف وشي.

د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ وایي، له ایف ای آره وروسته هیچا هم څه نه دي کړي کېس هماغسې پروت دی په عدالت کې هم نه چلېږي.