د بې درکه کسانو مالومات راټولونکی د پي ټي اېم فعال عالمزېب مسيد پوليسو نيولی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ فعال او د بې درکه کسانو مالومات راټولونکی عالمزيب د ډېره اسماعيل خان پوليسو نيولی دی، پوليس او د مسيد کورنۍ د هغه د نيولو پخلی کوي.

د عالمزېب مسيد پلار ببرک مسيد وايي، بېګاه شپه يې پوليسو په کور چاپه وهلې او عالمزېب يې نيولی دی.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې ببرک مسيد وويل عالمزېب نن د اتوار، پکشنبې په ورځ پولیسو عدالت ته وړاندې کړو او عدالت هغه جېل ته ولېږلو.

هغه زياته کړه په دې نه دی خبر چې عدالت هغه د څو دپاره جېل ته ولېږو خو دوی به يې سبا د ضمانت دپاره خواست جمع کوي.

د ډېره اسماعيل خان د پوليسو مشر (ډي اېس پي) اقبال بلوچ وايي په عالمزېب درې مقدمې درج دي چې پکې هغه په يوه مقدمه کې د ګرفتارۍ نه وړاندې ضمانت اخيستی او په دوه مقدمو کې هغه نيول شوی دی.

بلوچ وويل په مسيد د ۱۴۴ مادې د سرغړونې مقدمې دي چې خلک يې راټول کړي او وېناګانې يې کړې وې.

په عالمزېب مسيد وروستۍ مقدمه د منظور پشتين د نیولو پرضد د احتجاجي مظاهرې په مهال د ډېره اسماعيل په کېنټ تاڼه کژ درج شوې او له دې وړاندې د ۱۴۴ مادې د سرغړونې مقدمه پرې په ۱۱م جنورۍ جوړه شوې وه کله چې په ۱۲م جنورۍ په بنو کې پي ټي اېم جلسه تابيا کړې وه.

په ياده مقدمه کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او نور کسان هم نومول شوي وو.

منظور پشتين شپږ ورځې وړاندې د پېښور پوليسو د هغه پرضد په ډېره اسماعیل خان کې په جوړه يوه مقدمه کې نيولی او وروسته عدالت په جوډيشل ريمانډ د ډېره اسماعيل خان مرکزي زندان ته لېږلی دی.

عالمزېب مسيد تېر کال د جنورۍ په مياشت کې په کراچۍ کې پوليسو نيولی او تور يې پرې لګولی ؤ چې هغه د جنورۍ په ۲۰م په کراچۍ کې د پي ټي اېم په جلسه کې د پوځ او رياستي ادارو پرضد خبرې کړې وې.

نوموړی بيا جېل ته لېږل شوی او د ستمبر په مياشت کې د پاکستان سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی او خوشی ؤ.

تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاکستان د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرل اصف غفور په پي ټي اېم د افغانستان او هند د استخباراتي ادارو څخه د پېسو اخيستو تورونه لګولي او دغه ډول وزیراعظم عمران خان هم د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پي ټي اېم د نوم اخيستو پرته د پوځي وياند تورونه تکرار کړي وو.

خو منظور پشتين دغه تورونه رد کړي او ويلي يې ؤ په دوی د پېسو اخیستو د تورونو ثبوتونه دې مخې ته راوړل شي. پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.