د پاکستان طالبانو د شورا پخوانی مشر خالد حقاني وژل شوی

پاکستاني طالبانو ويلي، د رهبري شورا غړی شېخ خالد حقاني سره د ملګري قاري سېف الله سره يوه اوونۍ وړاندې وژل شوی دی.

طالبانو په يو بيان کې يواځې دومره ویلي چې حقاني په يو سفر ؤ او په يوه نښته کې وژل شوی دی، خو طالبانو دا نه دي ویلي دا پېښه چرته شوې ده.

په ټولنيزو رسنیو د څو ورځو راهسې داسې خبرونه خپرېدل چې شېخ خالد حقاني او قاري سېف په کابل کې وژل شوي دي.

افغان چارواکو يا د پاکستان لخوا هم په دغه اړوند څه نه دي ويل شوي.

خالد حقاني څوک ؤ؟

خالد حقاني د تحریک طالبان پاکستان د مشر حکيم الله مسيد نزدې ملګری ؤ او د هغه د وژنې وروسته بيا د طالبانو د ټاکل شوي مشر ملا فضل الله مرستیال جوړ کړی شوی ؤ.

ويل کيږي هغه د حکيم الله مسيد په وخت کې د پاکستاني طالبانو د شورا مشر ؤ.

شيخ خالد حقاني چې د صوابۍ او بونير د پولې تر څنګ دسليم خان نومې کلي استوګن ؤ ويل کیږي دينې زده کړې يې د نوښار د يوې سترې ديني مدرسې دارالعلوم حقانيه څخه ترلاسه کړې وې.
د حقاني په اړوند داسې هم ويل کېده چې هغه په بنيادي توګه يو سخت دريځه او القاعده ته نزدې شخصيت ؤ او د پاکستان د حکومت سره د امن مذاکراتو سخت مخالف ؤ.

د خالد حقاني د طالبانو د مرستيال مشر جوړېدو وروسته په صوابۍ کې د ترهګرۍ پېښې هم سېوا شوې وې.

د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسید په کال ۲۰۱۳م کې په شمالي وزيرستان کې په امریکايي ډرون برید کې وژل شوی ؤ.

د هغه وروسته ملا فضل الله د طالبانو مشر ټاکل شوی او خالد حقاني ورسره مرستیال جوړ کړی شوی ؤ. هغه وخت داسې خبرونه هم مخې ته راغلي ؤ چې د فضل الله په مشر جوړېدو د طالبانو په مينځ کې اختلافات هم جوړ شوي وو.

ملا فضل الله بيا په کال ۲۰۱۸م کې په کوڼر کې په ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.