په ژوب کې سل کلن لرغونی مندر ۷۰ کاله وروسته هندو ټولنې ته وسپارل شو

د ژوب مندر

د پاکستان له جوړېدو وروسته د هندو ټولنې دغه مندر په ښوونځي بدل شو ی ؤ، د مندر په ودانۍ کې یو دولتي ښوونځی جوړ شوی ؤ چې پکې ماشومانو زدکړې کولې.

د زيارت، پنجشنبې په ورځ په هم دې مندر کې په جوړه شوې غونډه کې ، د ژوب مرستیال کمشنر د ژوب ښار د لوی جومات (جامع مسجد ) مشر مولوي الله داد کاکړ په لاس د هندو ټولنې مشرانو ته مندر چابۍ وسپارلې.

غونډې ته په وېنا کې د ژوب مرستیال کمشنر طحه سلیم وویل "ټوله نړۍ باید وګوري چې مونږ د لږکیو څومره زیات خیال ساتو، نن د بلوچستان ،ژوب او زمونږ ټولو لپارہ ډېرہ مهمه ورځ ده. دا د دیني یووالي یو ښه مثال دی چې د جامع جومات خطیب مولانا الله داد نه یوازې د دې پریکړې ملاتړ وکړ بلکې په مراسمو کې یې د ځانګړي مېلمه په توګه هم برخه واخسته".

ډپټي کمشنر وویل چې ۳۰ کاله وړاندې په تاریخي مندر کې یو دولتي لومړنی ښوونځی جوړ شو.

"مخکې له دې چې معبد وسپارل شي ښونځی بلې ودانۍ ته لیږدول شوی دی، د لږکیو ټولنه ۷۰ کاله وروسته بیرته خپل عبادت ځای ته راستونه شوې ، د لږ ځنډولو په عمل هم د لږکیو له ټولنې څخه بخښنه غواړو".

هغه وویل چې مندر به بیرته اباد شي، د بیا رغونې وروسته به هندو ټولنه نه یوازې خپل مراسم په دې مندر کې ترسره کړي، بلکې د لرې لرې څخه لیدونکي به پکې ګډون وکړي".

په ژوب کې د هندوانو ټولنې له ۷۰ کلنۍ وروسته مندر ته د تللو له امله خوښي څرګنده کړه.

په غونډہ کې دهندوانو ځایي مشرانو ویناوې وکړې او وویل چې دا ورځ ډیرہ د خوشحالۍ ده چې مونږ۷۰ کاله وروسته دغه مندر ولیدو. او نن دلته پکې ناست یو ،او وروسته به پکې په ازادہ توګه خپل مذهبي عبادت هم کوو.

دوی په خپله وینا کې د بلوچستان ایالت د هایي کورټ مشر جج چیف جسټس جمال مندوخېل شکریه ادا کړہ او وویل یې چې څه مودہ وړاندې مندوخېل مندر دورہ کړې وہ ، په هم دغه مهال د هندون ټولنې مشرانو غوښتنه وکړه چې د مندر ودانۍ دې هندو ټولنې ته وسپارل شي د مشرانو په وینا مونږ د د مشر جج (چیف جسٹس مندوخېل) او د ضلعي حکومت ډېرہ مننه کوو ، چې دوی زمونږ غوښتنې ومنلې.

د لږکیو د کمېټې مشر سلیم جان ډیوہ ته د وویل چې د ژوب ښار په بابو محله کې موقیعت لرونکی مندر د غره په لمن کې جوړ دی او تر۱۰۰ کاله زیات عمر لري.

د ښاغلي په وینا په ژوب ښار کې په سلګونو هندو کورنۍ ابادې وې د پاکستان له جوړېدو وروسته ټول هندوستان ته ستانه شول اوس شاوخوا ۵۰ کورنۍ په ژوب کې پاتې دي.

ښاغلي زیاته کړہ په ژوب ښار کې د دوی شپږ نور مندرونه هم قبضه شوي دي، ځکه دوی یوازې یو مندر لري ، چې چت یې هر وخت غورځېدلی شي.

د ښاغلي په وینا د ۱۹۲۸ په رسمي نقشو کې نقش دي چې په ژوب کې له شپږ څخه ډیر مندرونه ؤ.

هغه وويل کندهاری بازار ته نزدې په یو مندر کې دیني اسلامي مدرسه جوړہ شوې دہ . بل مندر په پولیس لائن کې پولیسو په خپل استعمال کې راوستی دی ،په تاڼه روډ پرې بېنک جوړ د آریه سماج مندر خلکو نیولی دی.

دا ځمکې باید د پاکستان له جوړېدو وروسته د پاکستان د حکومت په لاس کې وی خو خلکو پرې قبضې وکړې.

سلیم جان وايي هغه مندر چې سپارل شوی، هم په خراب حالت کې دی ، د دې مجسمې ماتې شوې او یا ورکې شوې. د ښار ګنده اوبه هم د مندر انګړ ته راځي. حکومت باید د مند جوړېدو دپاره پېسې ورکړي.

د لږکیو د مشرانو په وینا د"سیکهـ ټولنې ګوردوار هم دې مندر ته نزدې نیول شوې او په کې یو ښوونځی جوړ شوی دی. په ژوب کې د سیکانو څو کورنۍ ژوند کوي ، مګر دوی خپله عبادتخان نه لري، د دوی په وینا حکومت ژمنه ورسرہ کړې چې د ګوردوارې ودانۍ به هم خالي کوي او ښوونځی به بل ځای ته منتقلوي.