اسلام اباد هایکورټ په ماشومانو په تشدد کولو بندېز لګولی

اسلام اباد هايکورټ د تعزيرات پاکستان قانون هغه ماده معطل کړې کومه چې مور پلار، مشرانو او استازانو ته په ماشومانو د نيک نيتۍ په موخه د بدني تشدد اجازت ورکوي.

اسلام اباد هایکورټ دغه فېصله د پاکستان د یاد سندرغاړي او ماشومانو د تعليم دپاره غېر دولتي ادارې (زندګي ټرسټ) چلوؤنکي شهزاد رایی په خواست باندې اورولې ده.

رایی په خپل خواست کې ويلي چې د تعزيرات پاکستان ۸۹ ماده په ماشومانو د تشدد اجازت ورکوي، او په خواست کې يې ويلي چې تېر کال د لاهور په يو سکول کې يو ماشوم د تشدد څخه مړ شوی ؤ.

د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی ارشد محمود وايي د اسلام اباد هايکورټ فېصله ستايي او وايي "په ماشومانو د بدني تشدد د مادې په اړوند د ماشومانو د حقونو نړيوالې کمېټۍ هم نزدې د ۲۵ کالو راهسې د پاکستان نه دغه غوښتنه کوي چې د تعزيرات پاکستان په ۸۹ ماده کې بدلون کړي يا يې لرې کړي".

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "په پاکستان کې داسې نه ده چې د ماشومانو د حقونو دپاره زيات قوانين نشته خو ډېره مهمه خبره دا ده چې په دغو قوانينو عمل نه کیږي بايد دغه قوانين عملي شي".

په پاکستان کې وخت په وخت په ماشومانو د بدني تشدد سره د جنسي تيريو پېښې هم مخې ته راځي او په وروستيو کې په ماشومانو د جنسي تيريو د قوانينو نورو سختولو هم ويل شوي دي.

د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي (چيف جسټس) اطهر من الله د بل نوټس پورې په ماشومانود بدني تشدد په سزاګانو بندېز لګولی دی او د مارچ د میاشتې د پينځمې نېټې پورې يې د حکومت او اړونده ادارو نه ځواب غوښتی دی.

شهزاد رایی په خواست کې سيکرټري داخله، سيکرټري قانون، سيکرټري تعليم، د بشري حقونو سيکرټري او د اسلام اباد پوليس فريق جوړ کړي دي.

شهزاد رایی د اسلام اباد هايکورټ فېصله ستايلې او د خوشحالۍ څرګندونه يې پرې کړې ده.