واشنګټن ډي سي: چینايي چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې په وژونکي کرونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له ۷۲۰۰۰ څخه زیات شوی او پرې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹۰۰ ته نږدې شوی دی.
په دغو نویو شمېرو کې ۹۸ نوې مړینې او ۱۸۸۶ نوې پېښې دي چې له امله یې چینايي چارواکو په اړوندو سیمو کې په تګ راتګ باندې بندیزونه لګولي تر څو ددغه وایرس له خپرېدو څخه مخنیوی وشي.
د چین دولتي تلویزیون راپور ورکړ چې د نهې په ورځ یو له مړو شویو کسانو څخه لیو ژېمېنګ وه څوک چې د واهان د روغتون مشر وو.
واهان د هوبي ایالت سر ښار دی کوم ځای چې د کرونا وایرس د خپرېدو سرچینه ګڼل کېږي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګیبریاسس د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، د چین لخوا د کرونا وایرس وروستۍ شمېرې ښيي چې ددغه وایرس په نویو پېښو کې کموالی راغلی.
"دغه حالت باید په ډېر احتیاط سره تشریح شي. که د نورو کسانو د اخته کېدو لړۍ دوام ولري نو بدلون هم پکې راتلای شي. دا به له وخته مخکې وي چې ووایو د کرونا وایرس په پېښو کې کموالی به همداسې دوام ومومي. هر څه بیا هم شوني دي."
ګبریاسس همدارنګه وویل، چې ۸۰ سلنه ناروغان لږه ناروغي لري او ښه به شي.
ډبلیو اچ او ددغه وایرس په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي دي، چې له چین څخه د باندې ددغه وایرس ۷۹۴ پېښې تایید شوې دي.
کابو ۴۵۴ پېښې یې په هغو مسافرو کې دي کوم چې د جاپان په یکهوما کې په یوې قرنطین شوي کښتۍ کې دي چې ۸۸ نویو پېښو په اړه یې د نهې په ورځ راپور ورکړل شو.
امریکا د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی د ډایمنډ پرېنسس په نامه کښتۍ څخه تر ۳۰۰ زیات امریکايي اتباع او د هغوی د کورنۍ نږدې غړي ویستلي دي.
همدا ډول د ګل یا دوشنبې په ورځ په مسافرو بار یوه الوتکه په کالیفورنیا کې د هوايي ځواک په یوه ډګر ناسته ده او بله بیا څو ساعته وروسته په ټکساس کې کوزه شوې ده.
په ۱۴ کسانو کې چې د وایرس نښې نښانې نه وې خو بیا هم دغه وایرس موندل شوی دی.
له چین څخه ټول ویستل شوي کسان به د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین وي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د هغه امریکايي په اړه پلټنې کوي چې د ویسټر ډېم په نامه په یوې بلې کښتې کې په کرونا وایرس ککړ ګڼل شوی.
د مالیزیا روغتیايي چارواکي وايي، د ویسټر ډیم کښتۍ یوه ۸۳ مسافره په کرونا وایرس اخته شوې ده.
د ویسټر ډیم د کښتۍ ۲۲۵۷ مسافرو تر یوې اونۍ زیات وخت وروسته له هاغې په سمندر کې تېر کړ چې جاپان، فیليپین، تایوان ورته د کرونا وایرس له وېرې د درېدو اجازه ور نه کړه.