د بلوچستان اپوزیشن ګوندونو په صوبه کې د بدامنۍ پړه پر حکومت ور اچولې

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان اسمبلۍ او حکومتي کابینې په جلا جلا غونډو کې په کوټه کې خراب امنیت په اړه بحث شوی او د مخنیوي لارې چارې یې ارزول شوې دي.
په اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو غړو د امنیت په راوستلو کې د بلوچستان حکومت ناکامه بللی او غوښتنه یې کړې چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره دې په صوبه کې پر نېشنل اېکشن پلان عمل وشي.