کوټه: د کورونا وایرس له کبله ایران ته د تلونکو شیعه زیارت کوونکو بسونه خالي ولاړ دي

Your browser doesn’t support HTML5

په ایران کې د کورونا وایرس تر خپرېدو وروسته ایران ته د شیعه زیارت کوونکو پر تګ بشپړ بندیز دی او په کوټه کې د دوی د بسونو په تمځای کې بسونه خالي ولاړ دي.
هلته د ایران پولې ته څېرمه په تفتان کې شاوخوا 3000 شیعه زیارت کوونکي د دوو اوونیو لپاره د طبي معاینې لپاره په کورنټین کې ساتل شوي دي، خو کورنۍ یې د را پرېښودو غوښتنه کوي.