د ټانک احتجاج 38مه ورځ:‌ که مو غوښتنې ونه منل شي احتجاج د هېواد نورو ښارونو ته غزوو

واشنګټن ــــ د خیبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې د "یو مسید" په نامه د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکو د احتجاج پرله پسې 38 ورځې وشوې خو وایي لا یې هم غوښتنې نه دي منل شوې. دوی غواړي چې د پوځي عملیاتو په مهال د نړېدلو کورونو مناسب تاوان دې ورکړل شي.

ټاکل شوې چې حکومت په راهِ نجات پوځي عملیاتو کې د جنوبي وزیرستان پاته اغېزمنو کورنیو ته د نوي پلان له مخې معاوضې ورکړي خو پلان د مودې له پای ته رسېدو سره د پښتونخوا د صوبایي حکومت له خوا په دې اړه هیڅ جواب نه دی ویل شوی.

د ټانک د احتجاجي پرلت ویاند حیات پرېغل وي او اې ډیوه ویبپاڼې ته وویل، حکومت چې په څو پړاوونو کې د جنوبي وزیرستان د نړېدلو شاوخوا 35 زره کورونو سره کوله هغه ځنډېدلې او بیرته دې پیل شي. ښاغلی پرېغل وایي

"88 داسې کلي پاته دي چې تر اوسه په دې لسو کلونو کې د هغوی سروې نه ده شوې، د هغوی لپاره دې سمدستي ټیمونه ځانګړي شي او دا سروې دې پیل شي".

د قبایلي ضلعو د آفتونو د مخنیوي اداره (ایف ډي ایم اې) وایي، له دوی سره په سروې کې 87 زره کورونه وران لیکل شوي چې په هغوی کې یواځې 47 زره تصدیق شوي دي. د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر حمیدالله خټک وي او اې ډیوه ته وویل، چې د سروې له مخې د 34 زره کورنیو خلکو ته د نړېدلو کورونو تاوان ورکړل شوی دی.

حمیدالله خټک ویلي،‌ چې په دغو کورنیو کې 12 اربه روپۍ وېشل شوې دي او یو ارب لس کروړه روپۍ نورې راغلې دي چې د وېشلو عمل یې روان دی،‌ خو وایي پاته سیمو ته یې هم خپلې ډلې د سروې لپاره لېږلې دي.

په احتجاج کې شریک یو تن وایي، چې د سیمې کورونه یې ټول په پوځي عملیاتو کې ړنګ دي او اوس یې جوړولو ته پیسې نه لري، وایي‌ د حکومت معاوضه په نشت حساب ده:

"زما 15 کمرې مېله ده چې سوې هم ده او ړنګه هم ده، ما په څلوېښت کاله کې دا کور جوړ کړی وو ژوند مې پرې ختم کړ، 50 لکه روپۍ تاوان مې شوی خو حکومت ماته څلور لکه راکوي".

د فرورۍ په 25مه د خیبرپښتونخوا د مرستو او بیارغونې صوبایي وزیر اقبال وزیر د ټانک له احتجاج کوونکو سره لیدلي وو او له دوی سره یې ژمنه کړې وه چې د مارچ تر 3مې به یې غوښتنې ومنل شي. د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې د صوبایي وزیر له خوا ځایي انتظامیې ته د احتجاج کوونکو د غوښتنو د منلو لپاره یو لیک هم لېږل شوی خو ځایي انتظامیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ټانک د احتجاج کوونکو ویاند حیات پرېغل وایي:

"په دې 38 ورځو کې زموږ د صوبایي او وفاقي حکومت له کسانو سره دوه درې ځله ناسته وشوه،‌ په ډېره اسماعیل خان کې مو د ډیویژن له مشر سره ناسته وشوه،‌ د جنوبي وزیرستان له ډپټي کمیشنر سره مو څو ځله ناسته وشوه خو تر اوسه زموږ د غوښتنو په منلو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی".

احتجاج کوونکي خبرداری ورکوي چې که یې غوښتنې ونه منل شي نو خپلو ماشومانو ته به د پولیو له څاڅکو ورکولو بایکاټ وکړي،‌ په نيژدې ورځو کې به په ټانک کې پهیه جام هړتال او کاربندیز اعلان کړي او د دې تر څنګ به په کراچۍ کې د احتجاجي پرلت تر څنګ د پاکستان په نورو ښارونو کې هم احتجاجونه پیل کړي.