د بغداد په شمال کې د اتحادي ځواکونو په پوځي اډه کېمپ تاجي راکټي بريد کې دوه امریکايي او يو برتانوي سرتېری وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.
امریکايي او عراقي چارواکو ويلي راکټي بريد د شورو، چهارشنبې په شپه ناوخته وسله والو کړی او د دغه بريد دپاره یې ټرک کارولی دی.
د امریکا د مرکزي کمانډ وياند کېپټن بيل اربن د دوه امریکايي سرتيرو د وژنې پخلی کړی او ويلي يې دي درېم سرتېری د برتانيې دی.
امريکا په څرګند ډول نه دي ویلي چې بريد چا کړی، دوی يې پلټنې کوي، خو پوځي سرچینو وي او ای ته ويلي ښايي چې دا بريد د ايران په ملاتړ ملېشې کړی وي.
د تازه بريد په اړه د عراق د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي، د تاجي په پوځي اډه بريد د زغملو نه دی او د زمه وارو سره به یې حساب کولی شي.
Today’s deadly attack on Iraq’s Camp Taji military base will not be tolerated. @DominicRaab and I agree – those responsible must be held accountable.
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) March 12, 2020
دا به لمړی ځل نه وي چې د ايران په ملاتړ ملېشه په عراق کې په اتحادي ځواکونو بريد کړی وي.
د دسمبر په مياشت کې د کرکوک ښار سره نزدې اډه باندې د کاتب حزب الله ملېشې دغه ډول برید کړی او امریکايي کنټرېکټر يې پکې وژلی ؤ.
امریکا د جنورۍ په مياشت کې د دغه بريد په بدل کې د ايران د قدس ځواک مشر قاسم سليماني وژلی، او بيا ايران په عراق کې د امريکا او اتحادي ځواکونو پوځي اډه په نخښه کړی چې پکې څو امريکايي سرتيري ژوبل شوي هم وو.