په پاکستان کې د مطبوعاتي راپورونو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس د اخته شوؤ شمېره ۱۸۴ ته رسېدلې چې پکې يواځې په سند صوبه کې د کرونا وايرس اخته شوؤ شمېره ۱۴۶ ده.
په خپله پاکستاني چارواکي په يو بل ټکونه کوي چې د بې غورۍ له امله کرونا وايرس په ملک کې خواره شو او لا نور خوريږي.
د سند صوبې وزيراعلی څه وايي؟
د سند صوبې وزيراعلی مراد علي شاه نيوکې کړي چې د ايران څخه راغلي کسان په تافتان کې د ۵۰۰، ۵۰۰ په حساب په يو ځای کې ساتل شوي او د هغه ځایه بيا صوبو ته روان کړی شوي دي.
نوموړي خبري غونډې ته په وېنا کې د (تحريک انصاف) په مرکزي حکومت نيوکې کړي چې په تافتان يې سم ګامونه نه ؤ پورته کړي، او دوی په خپله سند صوبه کې بيا کلک ګامونه پورته او دغه پېښې يې پټې ونه ساتلې.
د سند صوبې حکومتي وياند مرتضی وهاب په ټویټر په صوبه کې د کرونا وايرس د پېښو ۱۴۶ ته رسېدو پخلی کړی او ويلي يې دي په دغو کې ۱۱۹ هغه زايرين دي چې په سکهر کې ساتل شوي، ۲۶ په کراچۍ او يو په حېدر اباد کې دي.
هغه هم ويلي دا کسان په تافتان د څارملنې پرته راخوشي کړي دي.
Total number of ppl affected by corona virus in Sindh has reached 146. Out of this, 119 are Zaireen who are being kept in Sukkur, 26 are in Khi & 1 is in Hyd. This exponential increase is largely due to the recent inflow of ppl brought in from Taaftaan after a purported qurantine
— SenatorMurtaza Wahab (@murtazawahab1) March 16, 2020
تېمور جګړا هم وايي په تافتان سم انتظام نه ؤ
د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور خان جګړا ويلي، د تافتان څخه ۱۹ کسان خېبرپښتونخوا ته ورغلي چې پکې د ۱۵ کسانو د کرونا وايرس ټېسټونه مثبت راغلي دي.
هغه ويلي دا کسان په ډېره اسماعيل خان کې د څارملنې په کېمپ يا مرکز کې ځانله کړی شوي دي.
#CoronaVirusUpdatesJust received news that 15 of 19 individuals received in KP from Taftan have tested positive for Corona Virus. These are the first positive cases in KP. They are being well looked after in quarantine in an isolated facility in DI Khan. More details soon.
— Taimur Khan Jhagra (@Jhagra) March 16, 2020
جګړا چې په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف د حکومت وزير دی، د پاکستان شخصي ټيلي ويژن (جيو) سره په خبرو کې يې منلې چې په تافتان د څارملنې سم انتظام نه ؤ.
خو بل لور ته دوه ورځې وړاندې د ډېره اسماعيل خان چارواکو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي ؤ چې د تافتان څخه ډېره اسماعيل خان ته ۱۸ کسان رارسېدلي دي.
دوه ورځې وړاندې د بلوچستان صوبې چارواکو ويلي د تافتان څخه يې ۱۸۴۴ کسان خپلو خپلو علاقو ته روان کړي دي.
د بلوچستان حکومت مني په تافتان ورسره پوره انتظام نه ؤ
د بلوچستان حکومتي وياند لياقت شهواني وايي په تافتان یې ۴۶۰۰ کسان ساتلي وو.
هغه د جيو ټي وي سره په خبرو کې وويل دوی د دغو کسانو سکريننګ کړی يا يې ورله تبه مالومه کړې او د وينې د ټېسټ انتظام د دوی سره نه ؤ.
هغه وويل دوی ۱۴ ورځې دا کسان وساتل.
مرکزي حکومت څه وايي
د جمعې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د کرونا وايرس په اړه د ملي امنيت غونډه شوې او په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د کرونا د مخنيوي په موخه په ټول ملک کې تر ۵م اپرېل تعليمي ادارې بندول، د ايران او افغانستان سره پولې تړل او په ملک کې دننه په غونډو راجوړولو بندېز شامل ؤ.
د يادې غونډې وروسته د صحت په چارو کې د وزيراعظم مرستیال ډاکټر ظفر مرزا ويلي ؤ هغه کسان چې د تافتان نه خپلو علاقو ته ولېږل شي ځايي صوبايي حکومتونه کولی شي چې د دغو خلکو په خپله ټېسټونه وکړي او په څارملنه کې يې وساتي.
وروسته په ۱۴م مارچ وزيراعظم په يو ټویټ کې ويلي چې خلک دې ويريږي نه، هغه به قام ته وېنا کوي، خو تراوسه پورې هغه لا قام ته وېنا نه ده کړې.
I want to inform the nation I am personally overseeing measures to deal with COVID 19 & will address the nation soon. I would advise people to follow safety instructions issued by our govt. While there is a need for caution there is no need for panic.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) March 14, 2020