مردان کې د کرونا وايرس ناروغۍ نه روغ شوي نهه کسان خپلو کورونو ته لېږل شوي

خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې حکومتي چارواکي وايي نهه کسان د کرونا وايرس ناروغۍ نه روغ شوي دي او خپلو کورونو ته لېږل شوي دي.

د دوي په وينا چې د عبدالولي خان پوهنتون د قرنطین په مرکز کې د دغه کسانو بيا کتنه شوې چې پکې د کرونا وايرس نښې نشته.

دا له هغې وروسته چې د کرونا له امله په پاکستان کې لومړی تن د مردان منګا سيمه کې مړ شوې ؤ او د هغې وروسته ټوله سيمه تړل شوې وه.

د مړ تن خپل خپلوان په عبدالولي خان پوهنتون کې قرنطين کړی شوي وو خو حکومت د اتوار په ورځ دغه سيمه بيا پرانستې ده.

د چارواکو په وينا چې کور ته لېږل شوي کسانو کې د کرونا له امله مړ شوي تن ښځه - کورودانه، لُور، درې زامن او دوه لمسي هم شامل دي.

د مردان ضلعې ايډيشنل ډپټي کمشنر مشتاق حسېن ډيوه ته وويل چې په مجموعي توګه تر دې دمه ۲۰ کسان کورونو ته لېږل شوي دي چې پکې نهه کسان د دې ناروغۍ نه روغ شوي او د ۱۱کسانو د کرونا د ټېسټونو نتيجې منفي راغلې دي خو دغه کسانو هم ۱۵ ورځې په قرنطين کې تېرې کړې دي.

د چارواکو په وينا چې دا وخت په مردان سيمه کې جوړ د قرنطین په مرکزونو کې ۲۱۹ کسان موجود دي، ۹۰ کسان ځان له کړی شوي ځايونو کې ساتل شوي دي او د سرکاري شمېرې ترمخه د ۳۱۹ کسانو د معاينې نتيجې لا نه دي راغلي.

د مردان منګا سيمه چې تېره مياشت له هغې وروستو تړل شوې وه کلہ چې ۵۰ کلن سعادت خان نومې تن د کرونا وايرس په رنځ اخته او بيا مړ شوی ؤ.

ځايي خلکو بيا بيا غوښتنه کوله چې دا سيمه دې پرانستل شي خو حکومتي چارواکو به ويل چې دوي د دې رنځ د خورېدو له کبله دغه سيمه تړلې او د ډاکټرانو سره د مشورې وروسته به د دې سيمې د پرانستلو يا تړلې ساتلو پرېکړه کوي.

د اتوار په ورځ د ډپټي کمشنر عابد وزير په مشرۍ کې د يوې غونډې وروستو دا فېصله شوې چې د ګل په ورځ به په سيمه کې د جراثيم ختمولو سپرۍ کولې شي او له هغې وروستو به سيمه په رسمي توګه پرانستل کېږي.