خبر زیاتوي، چې پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان په هغو کسانو کې نه ښکاري چې په کرونا باندې اخته شوي دي.
ورځپاڼه زیاتوي، د سعودي پاچا خپل ځان له سرې بحیرې سره په یوه ټاپو کې په جوړ قصر یا ماڼی کې ځان له نورو خلکو بېل کړی او ولیعهد د خپل حکومت له جګ پوړو چارواکو سره په یو لېرې ځای کې ځانونونه یوې خواته کړي دي چېرې چې دی غواړی یو ځانګړی ښار جوړ کړي.
د روغتون چارواکو ویلي، مونږ نه پوهېږو چې په کرونا اخته نور څومره کسان به ورته ورشي خو مونږ ته د بشپړ تیاري امر شوی او دا چې له روغتون څخه نور ناروغان باید ژر تر ژره له روغتون څخه وویستل شي.
داسې نښې نښانې هم شته چې سعودي عربستان به د کرونا وایرس له امله د سږ کال د حج مراسم هم کنسل کړي کوم چې هر کال د ۱۷۹۸ کال راهیسې ترسره کېږي.