د سند صوبې وزيراعلی د کرونا وايرس د پېښو په سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې

د سند صوبې وزيراعلی مراد علي شاه وايي په صوبه کې چې پرون د جمعې په ورځ د کرونا وايرس څومره پېښې مخې ته راغلي هغه د اندېښنې وړ دي.

مطبوعاتو ته په ليږلي ويډيو بیان کې مرادعلي شاه ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په صوبه کې د کرونا وايرس ۵۳۱ ټېسټونه شوي چې پکې په ۱۰۴ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

هغه وايي د ۲۶م فرورۍ نه وروسته دا په صوبه کې په يوه ورځ کې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې پېښې مخې ته راغلي دي.

هغه زیاته کړه پرون شپږ کسان د کرونا وایرس نه مړه شوي هم دي او د دغو شپږو مړينو سره په صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۲۸ ته ورسېده.

هغه وويل د "پرونه پورې په صوبه کې ۱۱زره ۲۰۹ ټېسټونه شوي چې پکې په ۱۲۰۹ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي وو، په تېر ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۱ ټېسټونه شوي چې ورسره د ټولو ټېسټونو شمېره ۱۲ زره ۷۴۰ ته ورسېده، او په هغې کې په ۱۰۴ نورو کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي".

مراد علي شاه وايي " د ۲۶م فرورۍ نه تراوسه پورې په سند کې په ۱۳۱۸ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شو". هغه وويل تراوسه پورې په صوبه کې ۳۷۱ کسان د کرونا وايرس نه صحتمند شوي هم دي.

د وزیراعلی په وېنا دا وخت د ۹۰۰ کسانو درملنه روانه ده، ۶۰۴ پکې په کورونو کې يواځې کړی شوي په سکهر کې ۳۵ او ۲۸۰ په روغتونونو کې دي.

هغه زیاته کړه د کرونا وايرس نه د ژغورنې يواځینۍ لاره ټولبنديز يا لاک ډاؤن دی.

خو نوموړی وايي په تېرو دوه ،درې ورځو کې ځای په ځای غونډې راجوړيږي کومه چې ښه خبره نه ده او "مونږ په دغو خلکو قابو کولو کې نه يو کامياب شوي".

هغه وويل خلک بايد په خپله احتیاط وکړي کنه که لاک ډاؤن شپږ مياشتې هم کيږي هیڅ ګټه به ونه کړي.