بنګله دېش د مجيب الرحمان وژونکی پوځي افسر تېزندي کړو

بنګله دېش هغه پوځي افسر تېزندي کړو چا چې د دغه هېواد جوړؤنکی مجيب الرحمان وژلی ؤ.

دغه پوځي افسر ۲۵ کاله وروسته نزدې يوه اوونۍ وړاندې نيول شوی ؤ.

شېخ مجيب الرحمان د اوسنۍ وزيراعظمې شېخ حسينه واجد پلار ؤ او د پاکستان څخه د بنګله دېش د ازادولو څلور کاله وروسته په ۱۵م اګست په پوځي کودتا کې سره د کورنۍ د غړو وژل شوی ؤ.

پوځي کېپټن عبدالمجيد ته په کال ۱۹۹۸م کې د هغه په غېر موجودګۍ کې سره د نورو افسرانو د دغو وژنو په تور کې د مرګ سزا اورول شوې وه.

د ای اېف پي ترمخه د نهې په ورځ د بنګله دېش د ترهګرۍ د مخنيوي پوليس څانګې مجيد هغه وخت په پلازمينه ډهاکه کې نيولی چې هغه په رکشه کې روان ؤ.

د بنګله دېش صدر د هغه د رحم خواست رد کړی او د بنګله دېش د قانون وزیر ای اېف پي ته ویلي هغه د اتوار د ورځې پېل کېدو سره سم تېزندي کړی شوی دی.

ویل شوي مجيد په کال ۱۹۹۶م کې هند ته تښتېدلی او تېره مياشت بنګله دېش ته بيرته راغلی ؤ.