فیصل ايدهي ته کرونا وايرس ور پورې شوی، هغه په وروستيو کې د عمران خان سره لیدلي

په پاکستان کې د خېرښېګړې خېراتي ادارې مشر فېصل ايدهي ته د کرونا وايرس د ور پورې کېدو پخلی شوی دی، فېصل ايدهي په وروستيو کې د وزیراعظم عمران خان سره هم ليدلي وو.

فېصل ايدهي د ايدهي فاؤنډېشن د بنياد اېښودونکي ارواښاد عبدالستار ايدهي زوی دی.

د فېصل ايدهي زوي سعد ايدهي ځايي ميډيا سره په خبرو کې ويلي، پلار يې په وروستيو کې د اسلام اباد سفر کړی په ۱۵م اپرېل يې د وزيراعظم عمران خان سره لیدلي وو.

فېصل ايدهي تېره اوونۍ د وزيراعظم په فنډ کې د يو کروړ روپو جمع کولو په موخه د عمران خان سره ليدلي وو.

سعد ايدهي ويلي د اسلام اباد د سفر وروسته يې په پلار کې د کرونا وايرس نخښې مالومې شوې او بيا يې دوه ورځې وړاندې د کرونا ټېسټ شوی او نن د نهې، سه شنبې په ورځ په هغه کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

بلال چې د ايدهي فاؤنډېشن د اېمبولنس سروس مشر دی وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل په کراچۍ او نور ملک کې زیاتره د کرونا وايرس مړي د ايدهي اداره ښخوي.

د ايدهي فاؤنډېشن مرکزي دفتر د سند صوبې په سر ښار کراچۍ کې دی.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس نه ۱۹۲ کسان مړه شوي دي چې پکې په سند صوبه کې ۶۶ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.