واشنګټن: په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۲۷ لکه او ۱۸۰۰۰ او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له یو لک او ۹۰۰۰۰ څخه زیات شوی دی.
یواځې په امریکا کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له اته لکه او ۸۰۰۰۰ څخه اوختی او پرې د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۵۰۰۰۰ ته رسېدلی دی.
په امریکا کې تر ټولو زیات ځپل شوی ایالت نیویارک دی چېرې چې په کورونا د اخته کسانو شمېر دوه لکه ۷۰۰۰۰ او د مړو شمېر پکې ۲۱۰۰۰ ته نږدې شوی دی.
په امریکا کې دوهم نمبر زیاتې پېښې په نیوجرسي ایالت کې دي چې له یو لک څخه اوښتي او ۵۴۲۸ کسان پرې مړه شوي دي.
په پاکستان او افغانستان کې هم د کورونا پېښې په زیاتېدو دي چې په پاکستان کې دا مهال له ۱۱۰۰۰ او په افغانستان کې له ۱۲۸۰ څخه زیاتې شوي دي.
همدانګه د کورونا وایرس له امله په پاکستان کې تر اوسه پورې ۲۳۵ کسان او په افغانستان کې ۴۲ کسان مړه شوي دي.
په ټوله نړۍ کې له کورونا وایرس څخه اوه لکه او ۴۵۶۲۰ کسان په بشپړه توګه ښه شوي هم دي.