واشنګټن: په امریکا کې د ساري ناروغیو او الرژۍ د ملي انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټونیو فاوسي د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کوېډ ۱۹ په درملنه کې یو ازمایښتي درمل اغیزناکه ثابت شوی.
فاوسي په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، "رمډېسېویر((Remdesivir د کورونا په ناروغانو باندې ښکاره او ستر مثبت اغېز لري او دا درمل کولای شي چې د کورونا وایرس مخه ونیسي."
فاوسي وویل، دده په خپل انسټیټیوټ کې د کورونا سلو ناروغانو ته د فیبرورۍ د میاشتې له ۲۱ نېټې څخه یاد درمل په ازمايښتي توګه ورکول شوی.
دی زیاتوي، هغو ناروغانو ته چې دمډېسېویر ورکړل شوی وو په ۱۱ ورځو کې جوړ شول او هغو ته چې نه ورکړل شوی نو جوړېدو یې ۱۵ ورځې وخت ونیوه.
ډاکټر فاوسي وویل، کله چې تاسو کره شواهد او مالومات ترلاسه کړئ چې دا درمل کار کوي نو تاسو اخلاقي دنده لرئ چې ژر تر ژره هغو نورو خلکو ته مالومات ورکړئ کومو ته چې د دې پر ځای د دروغو درمل (فلسیبو) ورکول کېږي.
یو شمېر نورو امریکايي روغتیاپالانو ویلي، د ریمډېسېویر په اړه دغه هیله بخښونکی خبر د ټولو امریکایانو او په نړۍ کې د ټولو هغو خلکو لپاره یو ښه خبر دی چې د کورونا له وبا سره لاس او ګریوان دي.
دغه درمل د رګونو له لارې ورکول کېږي او د هغه انزایم مخه نیسي چې د وایرس د جینیټیکي زیاتوالي سبب ګرځي.
دغه درمل په هغو ځناورو هم ازمویل شوی چې په سارس او مارس باندې اخته شوي وو کومې دوه تنفسي ناروغۍ چې د کورونا وایرس د نورو ډولونو له امله رامنځ ته کېږي. په دغو ازموینو کې هم د وایرس مخنیوی شوی او د ناروغۍ نښې نښانې پرې کمې شوې دي خو لا تر اوسه د نړۍ په هېڅ ګوټ کې یې د کارولو اجازه نه وه ورکړل شوې.
تمه ده چې د امریکا د خوړو او درملو اداره به د کوېډ ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره ددغه نوي وایرس ضد درمل ورکول ته اجازه ورکړي.
تر دې وړاندې د چین لخوا په همدې درمل د یوې څېړنې پایلې په لنسټ مجله کې شریکې شوې وې په کومو کې چې یاد درمل د کوېډ ۱۹ ناروغانو لپاره اغیزناکه نه و بلل شوی خو ډاکټر فاوسي وايي هغه یوه نیمګړې څېړنه وه.
کوېډ ۱۹ تر اوسه پورې په ګرده نړۍ کې ۲۲۷۷۸۰ کسان مړه کړي چې ۶۱۵۰۸ تنه یې په امریکا کې دي.
په دغه وایرس د اخته کسانو شمېر په نړۍ کې ۳۲۱۲۸۵۰ او په امریکا کې ۱۰۶۰۰۰۰ ته رسېږي.