واشنګټن: د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ که چېرې هېوادونه د کورونا وایرس له امله لګېدلی لاک ډاون په پوره احتیاط سره لېرې نه کړي نو د محدودیتونو اړتیا به یو ځل بیا ولیدل شي.
تیدروس ګبریاسس په جینوا کې د کورونا وایرس په اړه خبرو کې وویل: "لاک ډاون ته د بېرته ګرځېدو خطر ډېر رښتیا دی، کچېرې هېوادونه دغه پرانېستل په پړاونو کې په پوره احتیاط سره ترسره نه کړوي."
دغه راز تېدروس وویل، هېوادونه باید د سفري بندیزونو له لېرې کولو مخکې یو شمېر جدي ګامونه واخلي، د بیلګې په توګه باید د څارنې او کنټرول سیستم پر ځای وي او د روغتیايي سیستم تیاری باوري شي.
هغه وویل، د کوېډ ۱۹ وبا به بلاخره پای ته ورسېږي خو کوروبارونو ته به بېرته عادي ورتګ نه وي.
په هندوستان کې په روانه اونۍ کې د محدودیتونو له لېرې کېدو سره له کورونا څخه د مرګ ژوبلې په شمېره کې د پام وړ زیاتوالي رامنځ ته شوی او دا وایرس په چټکۍ سره وروسته له هاغې خپور شوی کله چې خلک بېرته سړکونو ته ووتل.
په هندوستان کې د وګړو د شمېر په پرتله ډېر کم خلک په کورونا اخته شوي دي. د ۱.۳ بیلینه خلکو په دغه هېواد کې تر اوسه پورې ۵۲۳۴۰ کسان په کورونا اخته شوي دي او ۱۷۶۸ یې ښه شوي دي.
په برازیل او امریکا کې چې دا مهال له کورونا سره په جګړه کې دي داسې ښکاري چې په دې برخه کې لا زیات کار پاتې دی.
په کورونا وایرس باندې په ګرده نړۍ کې تر ۳۸۱۲۵۱۳ کسان اخته او ۲۶۴۱۰۹ مړه شوي دي.