پاکستان: په يوه ورځ کې د کرونا وايرس ۲۲۵۵ مثبتې پېښې مخې ته راغلي

په پاکستان کې په لومړي ځل په يو شوا روز کې د کرونا وايرس ۲۲۵۵ مثبتې پېښې مخې ته راغلي له دې وړاندې په ۲۴ ساعتونو کې کله دومره پېښې نه دي رپوټ شوي.

په ملک کې د کرونا وايرس مثبتې پېښې ۳۴زره ۱۴۲ ته ورسېدې، د دې ترڅنګ ويل شوي چې په ملک کې په کرونا وايرس اخته شوؤ کې ۸۸۱۲ کسان روغ شوي هم دي.

د صحت د وزارت د شمېرو ترمخه په کرونا وايرس اخته نور ۳۱ کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۷۳۷ ته ورسېده.

په پاکستان کې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې ۱۳زره ۲۲۵ مثبتې پېښې په پنجاب کې او ۱۲زره ۶۱۰ په سند صوبه کې مخې ته راغلي دي.

خو دې وايرس بيا تر ټولو زيات مړي په خېبرپښتونخوا کې کړي دي او په ټوله ۷۳۷ شمېره کې يواځې په خېبرپښتونخوا کې ۲۶۷ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

په سند کې د مړو شمېره ۲۱۸ او په پنجاب کې ۲۱۴ ته سېوا شوې ده.

په بلوچستان صوبه کې ۲۷ کسان کرونا وايرس مړه کړي، په اسلام اباد کې په کرونا وايرس اخته شپږو کسانو او په ګلګت بلتستان کې څلورو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په پاکستان کې د کرونا وايرس په پېښو کې سېوا والی په داسې حال کې ليدل کيږي چې په ملک کې په شوي لاک ډاؤن کې نرمي شوې ده.