د غیرت په نامه د شمالي‌ وزیرستان د دوو نجونو په وژنه تورن تن ونیول شو

واشنګټن ـــــ تېره اوونۍ په شمالي وزیرستان کې د غیرت په نامه د دوو نجونو په وژنه تورن د هغوی د تره زوی پولیسو تر پرله پسې پلټنو وروسته نیولی دی. پولیسو په دې مقدمه کې تر اوسه پینځه تنه نیولي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور تېر ماښام رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوو نجونو په وژنه تورن کس محمد اسلم یې د جنوبي وزیرستان په لده سیمه کې نیولی دی.

پولیس مشر وایي دغه تن د مې په ۱۴مې د خپلو دوو د تره لوڼو تر ممکنه وژنې وروسته پټ شوی وو، چې مخکې یې په اړه داسې ګنګوسې وې چې ګنې هغه کراچۍ ته تښتېدلی دی.

د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې دوې نجونه تېره اوونۍ وروسته له هغه وژل شوې وې چې پر سوشل مېډیا یې له یوه ځایي ځوان سره جوړه شوې ویډیو زیاته خپره شوه او پولیسو اوس د هغې ویډیو جوړوونکي هم نیولي دي.

پولیس مشر شفیع الله ګنډه پور وایي، دا مهال د نجونو په وژنه د تورن کس محمد اسلم په ګډون پینځه تنه دوی نیولي چې وایي یو د عمر ایاز په نوم هغه ځوان دی چې ویډیو یې جوړه کړې او بل د ګړیوم تحصیل اوسېدونکی فدا محمد دی چې ګومان کېږي ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې وه.

پولیس وایي څلورم تن نیول شوی تن د یوې وژل شوې نجلۍ پلار او پینځم تن د دواړو نجونو د تره زوی روح الدین دی، چې وایي پر هغه باندې د پېښې د ځای د ثبوتونو د ختمولو تور لګېدلی دی.

د پولیسو مشر ښاغلي ګنډه پور رسنیو ته وویل، چې عمر ایاز نومي ځوان یې عدالت ته وړاندې کړی او هغه منلې ده چې د نجونو ویډیو یې د خپل ملګري فدا وزیر په موبایل جوړه کړې وه.

د وژل شویو نجونو کورنیو پولیسو ته ویلي چې دغه ۵۲ سیکنډه ویډیو یو کال وړاندې جوړه شوې وه او په ویډیو کې له یو ځوان سره درې نجونه دي چې په هغوی کې دوې و وژل شوې خو د درېیمې په اړه پولیسو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د وژل شویو نجونو کورنۍ په اصل کې د جنوبي وزیرستان دي او له هغه ځایه د راه نجات پوځي عملیاتو په مهال د شمالي وزیرستان ګړیوم تحصل ته کډه شوې وې.