مضمون: که حکومت په قبایلي ضلعو کې پخوانۍ استعماري پالیسۍ ختمول غواړي د خلکو محرومۍ دې ختمې کړي

writer

واشنګټن ــــ د پاکستان په دي نیوز انګرېزي ورځپاڼه کې "د انضمام په اړه" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور شوی، چې وایي له خیبرپښتونخوا سره یو ځای شوې قبایلي ضلعې اوس هم له څواړخیزو محرومیتونو سره مخ دي.

د مې په 23مه خپور شوی دغه مضمون پښتنې لیکوالې مونا نصیر لیکلی، چې وایي په 2018م کال کې په آیین کې د 25م بدلون له مخې دغه سیمې په دې نیت له پښتونخوا صوبې سره ګډې شوې وې چې خلک به یې د پاکستان بشپړ ښاریان شي او سیمې به یې له نور پاکستان سره برابرې شي خو وایي اوس هم په دغو سیمو کې د محرومیت پالیسۍ لیدل کېږي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ د وي او اې ډیوه خبریالې منزه شهید ته په مرکه کې وویل، حکومت چې د قبایلي ضلعو لپاره کومه پرمختیایي بودیجه ټاکلې هغه یې 20 فیصده هم په دغو سیمو کې نه ده لګولې:

"موږ ته دوی پیسې نه راکوي تش دوکه ده، مثلاً دوی چې د قبایلي سیمو لپاره سل روپۍ کښېږدي نو یواځې شل روپۍ ورکړي خو په هغه شلو کې هم بیا انصاف نه شته، د ځوانانو لپاره پیسې کښېږدي یا یې د بې کوره شوو خلکو لپاره کښېږدي هغه هم بیا امنیتي ادارو ته ورکړي".

مونا نصیر په خپل مضمون کې لیکلي چې د تېرو دوو لسیزو جګړې نه یواځې د قبایلي سیمو ابادي تباه کړې بلکې د دوی ټولنیز جوړښت یې هم تباه کړ، وایي ډېرو تمه لرله چې له خیبرپښتونخوا سره تر یو ځای کېدو وروسته به د دغو سیمو محرومیت ختم شي خو هغسې ونه شول.

"تر اوسه پورې د 26م ترمیمي مسودې متفقه منظوري له ځنډ سره مخ ده چې له مخې به یې په قومي او د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د ضم شوو ضلعو څوکۍ زیاتېږي".

لیکوالې پخپل مضمون کې د قبایلي ضلعو لپاره د ځانګړې شوې بودیجې ذکر کړی چې څنګه تر اوسه دغه سیمه ترې محرومه ساتل شوې. په مضمون کې راغلي چې تر انضمام وروسته د نویو ضلعو د پرمختیا، د بې کوره شوو [ای ډي‌ پیز]، امنیت او د ځوانانو د نوکریو لپاره د پام وړ فنډ ځانګړی شوی وو.

لیکواله لیکي چې د 2019م او 20م کلونو په بودیجه کې د بې کوره شوو خلکو د مرستې او د هغوی د کورونو د بیارغونې لپاره هم 32.5 اربه روپۍ ټاکل شوې وې او د د امنیت لپاره هم 32.5 اربه روپۍ بېل شوې وې، خو وایي په دغو دوو کلونو کې د ټولو قبایلي ضلعو لس کلن پرمختیایي پلان لپاره ټولې 48 اربه روپۍ پلان شوې وې.

مونا نصیر په ناهیلۍ سره وایي چې بیا دغه ټول بجټ پرمختیایي چارو ته واړول شو، چې روغتیا، بیارغونه او تعلیم پکې شامل دی، خو وایي داسې ښکاري چې د لس کلن پرمختیایي پلان دغه فنډ هم په قسطونو کې منظورې شي چې وایي تر روانې مې میاشتې پورې یې یواځې پینځوس فیصده جاري کړل شوې دي.

د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وایي، د قبایلي ضلعو د بودیجې لپاره یې مخکې هم په قومي اسمبلۍ کې ږغ پورته کړی او له اختره وروسته به بیا هم په دې اړه خپلې اندېښنې وړاندې کوي:

"په ټانک کې تر اوسه د کډوالو احتجاج شروع دی، د شمالي وزیرستان اتمانزیو دوې میاشتې په میرانشا او دوې میاشتې په پېښور کې احتجاج وکړ، هغوی ته یې پیسې نه ورکول او د هغوی لپاره چې کومې پیسې ځانګړې شوې وې هغه یې سیکیورټي ته واړولې".

مونا نصیر پخپل مضمون کې لیکلي د قبایلي ضلعو د پرمختیایي بودیجې انتظام د مالیاتو د څانګې په لاس کې دی خو وایي له هغوی سره د پرمختیایي منصوبو په اړه هیڅ تفصیل نه شته. لیکواله لیکي چې له ای ډي پیز سره د مرستې او بیارغونې 15.5 اربه روپۍ د پلاننګ کمیشن له خوا د امنیت برخې ته اړول شوې دي:

"د وزیراعظم له خوا [د قبایلي سیمو] د ځوانانو او هنرمند پروګرام لپاره ځانګړې شوې ۱۰ اربه روپۍ هم پینځه اربه ته را کمې کړل شوې او ټولې د امنیت بجټ ته ځانګړې شوې چې د 2019م او 20م کلونو له اصل بجټ 28.5 اربه څخه 53 اربه روپیو ته زیات کړل شوی دی".

لیکواله پوښتنه کوي په داسې حال کې چې د قبایلي ضلعو په امنیت کې اوس د پام وړ خرابوالی نه دی راغلی نو دا نه ده څرګنده چې د امنیت په برخه کې دغه اضافي بجټ ولې ضروري وګڼل شو. وایي د بې کوره شویو خلکو لپاره له کم کړل شوې بودیجې څخه- چې ۱۷ اربه روپۍ دي- هم یواځې 5 اربه جاري کړل شوې او نورې تېر وخت تېرې [لېپس] شوې.

لیکواله پخپل مضمون کې لیکي چې د قبایلي ضلعو د پولیس نظام هم تر اوسه په بشپړه توګه په پښو نه دی ولاړ ځکه چې وایي په دې برخه کې هم د فنډ کمي ده او سبب یې دا دی چې په وروستیو کې هلته پولیس د هدفي وژنو په مخنیوي کې ناکامه شوي دي.

په مضمون کې راغلي چې قبایلي ضلعو ته تر ټولو مهم د عدالتونو ور غزول وو، خو وایي تر اوسه له خیبر ضلعې پرته د نورو ټولو قبایلي ضلعو عدالتي افسران د خیبرپښتونخوا په هغو پخوانیو ضلعو کې کار کوي چې نوې قبایلي ضلعې ورسره نښتې دي.

په مضمون کې د قبایلي ضلعو تعلیمي نظام ته هم اشاره شوې چې وایي د کرونا وایرس له خپرېدو وروسته د انټرنیټ د نشتوالي له کبله اغېزمن شوی او د زده کوونکو تعلیمي لړۍ یې درېدلې ده. وایي که حکومت غواړي په قبایلي ضلعو کې پخوانۍ استعماري پالیسۍ ختمې کړي، نو د دې سیمو د خلکو ژوند دې ښه کړي او د دوی محرومیتونه دې ختم کړي.