امريکې د افغان دولت مننه کړې چې د ۲۰۰۰ طالبانو ازادولو زړور ګام پورته کوي

افغان ولسمشر اشرف غني ويلي د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو يې د حکومت مننه کړې چې د ۲۰۰۰ طالبانو ازادولو د عمل زړور ګام پورته کوي.

اشرف غني نن د ګل/ دوشنبې په ورځ ټویټ کړی او ويلي يې دي، "تېره شپه زما (اشرف غني) او ډاکټر عبدالله سره د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په ټيليفون خبرې کړي دي. هغه د افغان حکومت مننه کړې د ۲۰۰۰ طالب بنديوانو ازادولو د زړور عمل دپاره ګام پورته کوي. هغه په دې ټينګار وکړو چې امریکا به د اوږد مهاله اوربند او نېغ په نېغه خبرو دپاره په فريقېنو فشار اچوي".

د اتوار/یکشنبې په ورځ د افغانستان په صدارتي (ولسمشریزې) ماڼۍ ارګ کې د اختر د نمونځ په مهال خپله وینا کې ولسمشر غني وویل چې د هغه حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ تیزوي خو طالبان هم باید د افغان دولت بندیان زر تر زره خوشې کړي.

افغان صدر په طالبانو غږ وکړ چې نور دې جګړه بس کړي او د سولې د خبرو د لارې دې د لانجې حل ته غاړه کیږدي. ولسمشر غني زیاته کړه چې د افغان دولت د سولې مذاکراتي هیئت خبرو ته پوره آماده دی او هیله یې ښکاره کړه چې د افغانانو خپل منځي د سولې خبرې زر پیل شي.

افغان صدر د طالبانو لخوا د اختر په موقعه درې ورځنی اوربند وستائیلو او ویې ویل هغه هم تیره شپه افغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې باید د اوربند خیال وساتي اؤ یوازې دفاعي حالت غوره کړي.

راپورونه وايي د فرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ترسره شوې توافقنامې لاندې افغان حکومت تراوسه پورې ۱۵۰۰ بنديوان طالبانو خوشي کړي دي.

طالبانو هم د افغان حکومت لخوا د دوی د ۲۰۰۰ بندیانو د آزادېدو اعلان، "یو ښه ګام" بللی او ويلي يې دي طالبان هم ژمن دي چې د حکومت بندیان به آزادوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یو ټویټ کې د ولسمشر غني د دې فیصلې په غبرګون کې، هغه یو ښه ګام وباله او زیاته کړې يې ده چې طالبان هم له خپل اړخه د بندیانو خلاصون ته ژمن دي. خو هغه ندي ویلي چې طالبان به څومره قیدیان آزادی کړي.