د پاکستان په سند صوبه کې د لسو کالو د عمر په ۸۸۲ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی، د سند حکومت ويلي په ماشومانو کې د کرونا وايرس ښکاره کېدل د خلکو د بې غورۍ څرګندونه کوي.
د سند حکومت وياند مرتضی وهاب په یو ټویټ کې په ماشومانو کې د کرونا وايرس پخلی کړی دی.
مرتضی وهاب ویلي، په ماشومانو کې د کرونا وايرس پېښو سېوا کېدل ښايي چې مونږ په دغه اړه څومره بې غوره يُو، او د بده مرغه دا وايرس کور ته راوړو.
وهاب زياته کړې دا ډېر ناوخته نه دی چې مونږ احتياط پېل کړو او پوښتنه يې راولاړه کړې چې ايا مونږ د سوداګانو او ټولنیزو هلوځلو نه ډډه نه شو کولی؟.
So far 882 children under age of 10 have tested #Covid19 positive in #Sindh. This sharp increase in number shows how careless we have been & have unfortunately brought this virus home. It is still not too late to be careful. Cant we defer shopping & socialising?
— SenatorMurtaza Wahab (@murtazawahab1) May 27, 2020
په پاکستان کې په لومړي ځل په رسمي ډول په ماشومانو کې د کرونا وايرس په اړه شمېرې مخې ته راغلي دي.
په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی عمران ټکر وايي دوی د خېبرپښتونخوا حکومت ته خواست کړی چې په ځانګړي ډول ماشومانو او ښځو کې د کرونا وايرس په اړه ورته مالومات ورکړی چې په څومره ماشومانو او ښځو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی؟.
خو وايي تراوسه پورې دوی ته په دغه اړه کوم مالومات نه دي ورکړی شوي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل بايد په ماشومانو کې د کرونا وايرس د علامتونو او د هغو د خیال ساتلو په اړه په خلکو کې د پوهاوي په لړ کې کمپاين وکړی شي.
په پاکستان کې د کرونا وايرس نه تراوسه پورې ۱۲۲۵ کسان مړه شوي دي.
په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ۴لکه۹۹زره۳۹۹ معاینې شوي او په ۵۹زره۱۵۱ کسانو د کرونا وایرس پخلی شوی دی.
د سرکاري شمېرو ترمخه په سند صوبه کې ۳۷۴ کسان د کرونا وایرس نه مړه شوي دي.
ويل شوي په صوبه کې په ۲۳زره ۵۰۷ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۸۵۱۵ کسان ترې ښه شوي هم دي.