د صحت ماهرین: په امریکا او نړۍ کې احتجاجونو د کرونا وایرس د زیات خپرېدو اندېښنې پیدا کړي

واشنګټن ــــ وروسته له هغې چې عدالت هغه فیصله ختمه کړه کومه کې چې د سیډني ښار لاریون د صحت په بنیادونو غیر قانوني ګرځول شوی وو، د کورونا وایرس د خپرېدو خبرداری خلکو د پام نه وغورځاوو او د خالي- شنبې په ورځ په اسټریلیا کې په زرګونو خلک په امریکا کې د یو تورپوستي د مرګ په غبرګون کې د احتجاج په توګه سړکونو او کوڅو ته راوتلي وو.

احتجاج کوونکو د اسټرېلیا په لویو ښارونو لکه سیډني او میلبورن سره سره د هیواد په وړو ښارونو کې هم جلوسونه وویستل. مظاهریچیانو په لاسو کې غټ غټ کارډونه نیولي ‌وو، په کوم باندې چې د افریقایي امریکي جارج فلویډ اخیري "زه ساه نه شم اخیستلای" لیکل شوې وه.

د برتانیې د روغتیا وزارت له خوا د خبرداري وروسته په کوم کې چې هغه ویلي وو چې د دې اوونۍ په پای کې د احتجاجونو جلوسونو نه ډډه وکړئ، د خبرداري برخلاف ماسکونه په مخ خلکو د خالی- شنبې په ورځ د برتانیې په لندن او مانچسټر او لیچسټر ښار کې د "بلیک لایوز مېټر" په نوم اجتجاجونو کې ډیر په ګڼ تعداد کې ګډون وکړو.

په دې حالاتو کې چې د کورونا وایرس د خپریدو ګواښ موجود دی خو لاریون کوونکي د لاریون کولو نه منع شول او د خالي- شنبې په ورځ په یو شمېر نورو هېوادونو لکه کېنېډا، جرمني او زیمبابوې کې د نسل پرستۍ او د پولیسو د وحشت پر ضد خلکو لاریونونه وکړل.

بل اړخ ته سپېن د جمعې په ورځ ویلي چې د جولای د میاشتې د لومړۍ نیټې نه د بهرني سیلانیانو لپاره خپلې پولې بیرته پرانیزي.

سعوي عرب بیا د خالي- شنبې په ورځ په جده ښار کې وروسته له هغه د ماځیګر د درې بجو نه د سهار تر شپږو پورې د کرفیو یا ګرځبندیز پر ځای کولو اعلان وکړو، چې د کرونا وایرس په قضیو کې یې بیا ډېر زیاتوالی راغلی دی.

هم په دې حالاتو کې د روغتیا نړیوال سازمان د مخ ماسکونو په اړه خپلې مشورې او لارښودنې بدلې کړي دي او وايي د ماسک استعمال دې په هغه ځای کې وشي چرته چې کرونا وایرس ډېر خپور شوی وي او د خلکو نه فاصله ساتل ممکنه نه وي.

د جمعې په ورځ د روغیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ټیډورس اډهانوم وویل چې د ثبوتونو په رڼا کې د روغتیا نړیوال سازمان وړاندیز کوي چې په کوم ځایونو کې دا وایرس ډیر په خپریدو وي او ټولنیزه فاصله ساتل ګران وي نو حکومتونه باید عام خلک د ماسک اغوستلو ته وهڅوي.

د امریکې په ډېرو غټو غټو دوکانونو او مارکیټونو کې د سودا اخیستونکو لپاره د ماسک استعمال لازمي ‌کړی، د ماسک نه بغیر دوکان ته په تګ پابندي وي او د نړۍ ډېر ټرانزیټ سیسټمو یا د سورلو په ګاډو او رېل ګاډو بسونو کې د سورلو لپاره ماسک لګول لازمي کړي.

د جمعې په ورځ صدر ټرمپ په وایټ هاوس یا سپنه ماڼې کې د خبریالانو سره په خبرو کې په ریاستي ګورنرانو غږ وکړ، چې په لاکډاون کې نرمي وکړي.

دا په داسې حال کې چې د جان هاپکنز یونیورسټې شمېرې ښیي چې د جمعې په ورځ په امریکا کې 900 خلک د کرونا وایرس له وجې مړه شوي او تر اوسه یو لک او لس زره نه زیات خلکو ژوند د لاسه ورکړی، چې دریمه برخه خلک پکې یواځې په نیویارک ایالت کې مړه شوي.

د جان هاپکنز د شنبې- خالي تر ماښامه پورې رپورټ ښیي چې د کرونا وایرس له وجې د مړو شوو خلکو په شمېر کې برتانیه دویم، برازیل دریم او اټلي څلورم نمبر لري.

په برتانیه کې ترې د 40 زره او درې سوه نه زیات خلک مړه شوي. په برازیل کې دغه شمیره د 34 زره څخه اوښتی او په اټلي کې دغه یاد وایرس د 33 زره او 7 سوه نه زیات خلک وژلي.

بل خوا د امریکا مینیسوټا یونیورسټۍ د یوې تازه څیړنې تر مخه هاېډروکلوروکین- هغه دوايي چې صدر ټرمپ‌ یې د کرونا علاج ګڼي-‌ روغ کسان کرونا وایرس لګېدو ته نه اسانوي.

د نیو انګلېنډ جرنل یا طبي‌ مجلې تر مخه دغه دوايي اوس د پخوا په شان موثره نه ده پاتې. دغه دوايي د ملېریا د علاج لپاره کارول کیږي او امریکايي‌ صدر ادعا کړې وه چې د کرونا وایرس پرضد کار کوي او هغه پخپله هم کارولې ده، خو ځیني ډاکټرانو ویلي وو چې د کرونا لپاره د دغه دوایي کارول خطرناکې نتیجې لري.

د صحت نړیوالې ادارې د کرونا ناروغانو لپاره د دغه دوایۍ کارول او په دغې دوا تجربې کول بند کړي دي او په فرانس کې بیا په دغه دوایۍ بندیز هم لګول شوی دی.