پېښور هایکورټ په پوځي عدالتونو کې 200 پښتنو ته اورول شوې سزا غیرقانوني وګڼله

واشنګټن ـــــ د پېښور هايکورټ مشر قاضي جسټس وقار احمد سېټ په مشرۍ کې دوه کسیز بېنچ په قانوني شواهدو وړاندې کولو کې د ناکامۍ له وجې 200 پښتنو ته اورول شوې د پوځي عدالتونو سزاګانې غیرقانوني ګرځولې دي.

ددې ترڅنګ عدالت مرکزي حکومت او پوځ ته امر کړی چې د پوځي عدالتونو له خوا د 106 نورو سزا شوو کسانو په اړه دې هم قانوني رېکارډ عدالت ته وړاندې کړي.

د پېښور هايکورټ مشر قاضي جسټس وقار احمد سېټ د پخواني پوځي آمر پرويز مشرف په ضد د غدارۍ په مقدمه کې د ځانګړي ټريبونل مشر وو او ياد عدالت مشرف ته د پانسۍ سزا اورولې وه.

شبیر حسېن ګګیاڼي اېډوکېټ چې پخپله هم تر 100 کسانو لپاره په مقدماتو کې قانوني خواستونه عدالت ته ورکړي، وي او اې ډیوه ته وویل چې نن عدالت په کومو مقدماتو کې د پوځي عدالتونو سزاګانې غېرقانونه ګرځول شوې دي، په هغو کې د یو تن خلاف هم حکومت او پوځ ثبوتونه وړاندې نه کړی شول.

پېښور هايکورټ ته د پوځي عدالتونو د سزاګانو خلاف دغه خواستونه د 2018م کال راهیسې ورکړی شوي دي، خو حکومتي ذمه وار به عدالتونو ته سرکاري رېکارډ نه راوړلو چې له وجې یې دغه مقدماتو ډېر وخت واخیست.

شبیر ګګیاڼي وویل چې د بده مرغه په پوځي عدالتونو کې یواځې پښتنو ته د مرګ، پانسۍ او قېد سزاګانې اورول شوې دي او په دوی د بمونو او حملو تورونه لګول شوي خو وایي له حکومت سره په دې اړه ثبوتونه نه شته.

ګګیاني زیاته کړه هايکورټ ته چې د پوځي عدالتونو د سزاګانو په اړه کوم دستاویزات جمع کړل شوي دي په هغو کې نه خو د ګواهانو ذکر شته او نه د پوځي افسرانو نومونه. هغه وايي دا ټولې مقدمې په هوا کې اورول شوې دي.

ګګیاڼی وايي چې د نهې- سه شنبې په ورځ عدالت ته د حکومت له خوا سرکاري وکیل شمایل بټ او د پوځ له خوا یو کرنل وړاندې شوي وو او چې کله عدالت د دوی څخه دا پوښتنه وکړه چې آیا د سزا شوو کسانو د طرف نه څوک وکیلان هم عدالت ته وړاندې شوي وو نو هغوی وویل د ټولو لپاره یو وکیل وړاندې شوی وو چې تعلق یې د پنجاب سره دی.

شبیر ګګیاڼي اېډوکېټ وویل چې ددې نه وړاندې هم د پېښور هايکورټ د خېبر پشتونخوا نزدې 70 نورو کسانو ته د پوځي عدالتونو په سزاګانو باندې د عمل ودرولو امر کړی وو چې وروسته د مرکزي حکومت په اپیل سپریم کورټ د هايکورټ فېصله ځنډولې وه. ​

Your browser doesn’t support HTML5

له وکیل شبیر حسېن ګګیاڼي سره د پېښور هایکورټ د نننۍ پرېکړې په اړه مرکه