بلوچستان حکومت: د چمن پولې له تړلو سره په صوبه کې ترهګري کمه شوې ده

واشنګنټن ـــــ د بلوچستان صوبایي حکومت وایي له تېرو څلورو میاشتو راهیسې یې چې له افغانستان سره ګډه پولې بنده ده، په صوبه کې یې د ترهګرۍ پېښې ډېرې کمې شوې دي.

د بلوچستان د داخله چارو وزیر ضیا لانګو د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې تور پورې کړی چې هند د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستو په دې صوبه کې ترهګري کوي:

"د امنیتي ځواکونو له چارواکو سره په غونډه کې څرګنده شوه چې د پولې له تړلو وروسته د ترهګرۍ په پېښو کې ډېر کموالی راغلی دی، د استخباراتي ادارو د پخوانیو رپوټونو له کتلو وروسته دې نتیجې ته ورسېدو چې ترهګرو د سرحدي پولې له لارې تګ راتګ کړی وو".

ضیا لانګو له یوه شخصي ټیلیویژن سره په مرکه کې د استخباراتي ادارو د پخوانیو رپوټونو په اساس دعوه وکړه چې ترهګر له همدې [د چمن پولې] لارې بلوچستان ته راغلي وو:

"له موږ سره چې کوم اسناد دي له هغو څرګنده ده چې په ترهګرۍ کې هندوستان ښکاره لاس لري او افغانستان خپله خاوره د استعمالولو لپاره ورکوي".

د بلوچستان د داخله چارو پخواني وزیر میر سرفراز بګټي هم داسې تورونه لګولي چې ګواکې هند په بلوچستان کې د ترهګرۍ لپاره د افغانستان خاوره کاروي خو افغان حکومت یې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر او د اسمبلۍ غړی اصغر خان اڅکزي د بلوچستان د داخله چارو د وزیر دا دعوې په کلکه رد کړې چې ګواکې ترهګر د چمن سرحدي پولې له لارې له افغانستانه را اوړي:

"د تجارت لارې نه له دې خوا د ها خوا په ضد او نه له ها خوا د دې خوا په ضد د ترهګرۍ لپاره استعمالوي، زه به ووایم چې په سلو کې دوه فیصده هم څوک تجارتي لارې د ترهګرۍ لپاره نه شي‌ کارولای، نو پکار دا دی هغه ګامونه واخلو چې دواړه خواوو ته د ترهګرۍ مخه ونیول شي".

د بلوچستان د داخله چارو وزیر ضیا لانګو په چمن سیمه کې د پولې د تړل کېدو په ضد احتجاج ته په اشارې وویل، د خلکو د روزګار د ستونځو د حل لپاره یې یوه کمېټۍ جوړه کړې خو وایي نور به خلک پر پوله په اسانه او بې له قانوني‌ اسنادو تګ راتګ نه کوي.