پاکستان ويلي د افغانستان د هند سره د سوداګرۍ (ټرانزټ ټرېډ) په لړ کې د واهګه پوله د 15م جولايۍ څخه پرانيزي.
د افغانستان دپاره د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، افغان سوداګرۍ ته د اسانتیاؤ برابرولو په لړ کې پاکستان پرېکړه کړې چې د هند سره د افغان سوداګرو د مالونو لېږلو دپاره د واهګه پوله د 15م جولايۍ نه بيا پرانيزي.
هغه ويلي اول به د کرونا په اړوند تګلاره عملي کولی شي.
صادق په ټويټر ويلي، پاکستان د وړاندې د افغانستان سره په پوله په ټولو لارو د دوه اړخيزه سوداګرۍ فعاليتونه په ځای کړي دي.
With a view to facilitate Afghanistan’s transit trade, Pakistan has decided to resume Afghan exports through Wagah border cmfrom 15 July 2020, after implementing COVID-19 related protocols. We have already restored bilateral trade and Afghan transit trade at all border crossings.
— Mohammad Sadiq (@AmbassadorSadiq) July 13, 2020
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو (جوائنټ چېمبراف کامرس اېنډ انډسټري) د ګډې خونې مشرخان جان الکوزی وايي د پاکستان د دغه پرېکړې هرکلی او ستاينه کوي چې د هند سره د واهګه پوله د افغان سوداګرو دپاره پرانيزي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د واهګه په لار يواځې د افغانستان څخه هند ته سامانونه لېږل کیږي راوړل کيږي نا، خو د څو مياشتو د بندېز وروسته چې اوس دغه لار د افغان سوداګرو دپاره پرانستل شيد دوی په ګټه ده او دا وخت چې د افغانستان د سبزۍ او مېوې دی د لارې پرانستل به د افغان سوداګرو په ګټه تمام شي.
هغه وويل د پاکستان د دې ګام هرکلی هم کوي چې د تورخم او چمن وروسته یې د غلام خان، انګور اډې او خرلاچي لارې پرانستي خو نوموړی وایي د کرونا وبا له امله چې په پوله د ډرائيورانو کلېنډرانو د بدلولو کومه لړۍ ده که دا ختمه شي نو په پوله د ګاډو د تګ راتګ کار به اسان شي.
هغه وويل د تورخم او چمن نه علاوه په نورو پولو د ټرانزټ کاروبار نه کيږي په دې نورو لارو ځايي دواړه اړخيزه سوداګري کیږي.
هغه زياته کړه د کرونا وبا له امله د افغانستان سره د تلونکو راتلونکو 1000 ګاډو شمېره 200 ته راکمه شوې ده.
پاکستان د مارچ په مياشت کې د کرونا وبا له امله خپلې ټولې ځمکنۍ لارې د نورو ګاونډي ملکونو سره تړلې وې.