په بلوچستان کې بیا تر 30 جولای برسېرن لاک ډاون ولګېد خو تاجران یې مخالف دي

واشنګټن ـــــ په بلوچستان کې د کرونا وایرس د پېښو رپوټ کېدل کم شوي خو حکومت په لوی اختر کې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په خاطر یو ځل بیا په صوبه کې د پینځلسو ورځو لپاره برسېرن لاک ډاون اعلان کړی، چې تاجرانو ورسره مخالفت څرګند کړی دی.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د پنجشنبې- زیارت په ورځ یوې خبري غونډې ته په وینا کې له خلکو وغوښتل چې د لوی اختر په مهال د کرونا وایرس د مخنیوي احتیاطي تدابیر عملي کړي ځکه چې وایي په تېر کوچني اختر کې د دې ناروغۍ په خپرېدو کې 80 فیصده زیاتوالی راغلی وو:

"د جولای تر 30مې که خلک پر احتیاطي تدابیرو عمل وکړي، په بازارونو کې ګڼه ګوڼه نه وي او په اختر کې احتیاط وکړي نو د کرونا کېسونه به ډېر نه زیاتېږي او پاکستان خصوصاً بلوچستان به وي چې کرونا به تر ټولو لومړی کنټرول کړي".

د صوبې د داخله چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د برسېرن ټولبند په مهال تر لسو زیات کسان پر یو ځای نه شي را غونډېدای، پر احتجاجي لاریونونو به بندیز وي، سرکاري دفترونو ته د تګ په وخت به خلک ماسکونه ضرور په مخ کوي.

د خبرپاڼې له مخې یواځې تنورونه، د شودو دوکانونه، مېډیکل سټورونه، د وینې زېرمې مرکزونه (بلډ بېنکس) او د درزیانو دوکانونه به څلرویشت ګنټې پرانیستي وي او هوټلونه به یواځې کورونو ته د خوړو استولو لپاره پرانیستي وي، خو نور کاروبارونه به د سهار له نهو د ماښام تر اوو بجو خلاس وي.

د بلوچستان د تاجرانو تنظیم د حکومت د برسېرن لاک ډاون د پرېکړې مخالفت کړی او وایي چې د اختر ورځې د دوی د کاروبار ورځې وي نو که دوکانونه یې تر ناوخته پرانیستي نه وي د کوچني اختر غوندې مالي تاوان به وویني. د تاجرانو د اتحاد یو مشر الله داد ترین د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته وویل:

"موږ د حکومت د سمارټ لاک ډاون خبره بېخي نه منو، ځکه دا د اختر شپې زموږ د دوکاندارۍ وخت دی دا غلطي حکومت په کوشني اختر کې هم کړې وه، چې د کاروبار لپاره یې لږ وخت ورکړی وو د هغه له وجې به په بازار کې ګڼه ګوڼه ډېره وه".

الله داد ترین وایي نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې د بلوچستان له وزیراعلی سره ملاقات کړی او غوښتنه یې ځنې کړې چې د اختر په ورځو کې د شپې تر لسو بجو دې د کاروبارونو د پرانیستو اجازه ورکړل شي، وایي وزیراعلی ورته په دې برخه کې ډاډ ورکړ.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني وایي، په کوټه ښار کې به د اختر په ورځو کې د پسونو او بودګانو منډۍ ته اجازه نه وي او وایي له ښاره بهر هم د لوی عمر کسان او ماشومان نه ورځي، خلک به سنېټایز کاروي، د یو میټر فاصله به ساتي، د اختر په لمانځه کې به هم فاصله ساتي، خو وایي که چا پر دغو تدابیر عمل ونه کړ نو په ضد به یې قانوني ګامونه اخلي.