د پاکستان اسلام اباد هايکورټ د سمندري ځواک (نيوي سيلنګ کلب) د ودانۍ د پراخولو جوړول ودرولي، او ويلي يې دي مرکزي کابينه دې دا معامله وګوري.
په پلازمينه اسلام باد کې د راول جهيل يا ډنډ څنګ ته په غېر قانوني توګه د ودانيو جوړولو د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس اطهرمن الله پوښتنه کړې چې دا ځمکه چا ورکړې ده؟.
د ځايي میډيا ترمخه چيف جسټس په غصه شوی او په ځواب کې ورته د پلازمينې اسلام اباد د پرمختيا د ادارې (سي ډي ای) چارواکي ویلي، هغه اسناد نه لري چې دا ځمکه چا ورکړې ده.
عدالت د سي ډي ای د چارواکي نه نورې پوښتنې هم کړي چې ياد چارواکی یې په ځواب کولو کې پاتې راغلی دی.
عدالت امر کړی سيلنګ کلب دې وتړل (سيل) شي، او دا مامله دې د مرکزي کابينې په وړاندې کېښودی شي.
چيف جسټس ويلي د سي ډي ای چارواکي نه شي ويلی چې دا ځای د سمندري ځواک سره دی او غېر قانوني دی.
راپورونه وايي د سمندري ځواک استازی چې په موقع موجود ؤ، د عدالت نه يې د ځواب دپاره وخت غوښتی دی، خو چيف جسټس اطهر من الله ورته په ځواب کې ویلي عدالت د ځواک قدر کوي خو د قانون نه څوک هم بر نشته.
نوموړي جج ويلي سمندري ځواک د کوم قانون او واک لاندې دغه ډول پروژې پېل کولی شي.
عدالت ویلي ولې نه چې د سي ډي ای د مشر او بورډ د غړو پرضد ګام پورته کړی شي، دا قبايلي علاقه نه ده بلکې مرکزي پلازمينه ده.
عدالت د يوې اوونۍ دپاره د مقدمې اورېدنه ځنډولې ده.