سپينې ماڼۍ د ګل/ دوشنبې په ورځ ويلي د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ د ملي امنيت په سلاکار روبرټ اوبرائن کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.
سپينې ماڼۍ ويلي د ملي امنيت په سلاکار کې د کرونا وايرس لږې نخښې ښکاره شوي، هغه ځانله شوی او د خوندي ځای نه کار کوي.
د بيان ترمخه د هغه نه صدر او مرستيال صدر ته هيڅ خطره نشته. ويل شوي د ملي امنيت د شورا کار بغېر د ودرېدو روان وي.
54 کلن د صدر ټرمپ انتظاميې لومړی لوړ پوړی چارواکی دی چې په کرونا وایرس اخته شوی دی.
له دې وړاندې هم د سپینې ماڼۍ ځينې کارمندانو ته کرونا وايرس ورپورې شوي دي.
ويل شوي اوبرائن د تېرې اوونۍ راهسې د کور د دننې نه کار کوي کله چې هغه د يورپ سفر کړی ؤ.
نوموړی د صدر ټرمپ سره په اسانۍ سره ليده کاته کوي خو دا نه ده مالومه چې هغه په وروستي ځل د صدر سره کله ليدلي وو.
خو اوبرائن د صدر سره په لسمه جولايۍ په ميامي کې ليدل شوی ؤ.
په امریکا کې په څلور اعشاريه دوه ملينه خلکو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او خواوشاه يو لک 47 زره کسان يې مړه کړي دي.