اڅکزی: د پاکستان غټه مسله د جاسوسي ادارو په سياست کې لاسوهنه ده

محمود خان اڅکزی

پښتون ملت پاله مشر محمود خان اڅکزی وايي د هغه په نظر د پاکستان غټه مسله عمران خان نه دی بلکې غټه مسله د جاسوي (استخباراتي) ادارو په سیاست کې لاسوهنه ده.

د پښتون ملت پاله ګوند (پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ) مشر نن د ګل/ دوشنبې په ورځ په کوټه کې خبري غونډې ته په وېنا کې د چمن د تازه رامنځته شوې پېښې په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل د چمن په سرحدي پوله چې کوم احتجاج ؤ د هغو د غوښتنو ملاتړ کوي، د چمن سرحدي پوله دې د پخوا په څېر د هر ډول تګ راتګ او کاروبار دپاره هر وخت ازاده وي.

هغه زیاته کړه په پوله دې د خلکو تلاشي واخستل شي دوی کله هم نه وايي چې تلاشي دې نه اخستل کیږي خو د خلکو زورل او تنګول دې نه کيږي.

اڅکزي وويل چې د انګرېز په زمانه کې د چمن پولې ته څېرمه پرتو خلکو ته د پولې دواړو غاړو ته په تګ راتګ هيڅ بندېز نه ؤ، خو دا د تاريخ جبر دی چې يو قوم (پښتون) يې په دوه ځايه کې وويشتو.

نوموړي وويل د پاکستان حکومت په پوله د نړيوال معیار د تجارت دپاره د زمینې برابرولو په ځای د خلکو څخه د ماښام ډوډۍ اخلي، مړۍ تروړي.

هغه تور ولګوؤ په پوله د تګ راتګ دپاره د يو تن نه لس زره روپۍ اخستل کيږي.

اڅکزي وويل د چمن په پوله د تګ راتګ په مهال د خلکو زورول او روان حالات د انصاف د نړیوال عدالت سرغړونه ده، او که دا حالات روان پاتې شو نو خلک به په بغاوت کولو مجبوره شي.

هغه زیاته کړه د هند سره د واهګه په پوله يو څوکۍ نشته خو د چمن په پوله هر ځای پوځي څوکۍ جوړې دي.

محمود خان اڅکزي وويل څوک هم ترهګر نه دي د چمن د خلکو د ټولو غوښتنو ملاتړ کوي.

هغه ووويل دوی د چمن په پوله تازه پېښې ته د افغانستان سره په پوله د سيمو ازغن تار د لګولو له نظره ګوري.

نوموړي دغه خبري غونډې په داسې حال کې وکړه چې په وروستيو کې د چمن په پوله د احتجاج په مهال نښته شوې درې تنه پکې وژل شوي او د 26 نه زیات ژوبل شوي وو.

د دغه پېښې وروسته په پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې وه.

محمود خان اڅکزي وايي نړۍ ګواه ده چې په پاکستان کې جمهوري حکومت څنګه وغورځول شو او د سېنېټ د چيئرمېن انتخابات څنګه وشو.

هغه تور ولګوؤ چې جاسوسي ادارې د یونين کونسل د کچې پورې په سياست کې لاسوهنه کوي او د سياستوالو وفاداريانو بدلوي.

ښاغلي اڅکزي وويل د پوځ د يوې هغې خبرې يا کار مخالفت يې نه دی کړی کوم چې د قانون ترمخه وي، خو یوې غېر قانونه او غېرائيني خبرې منلو ته تيار نه دي.

هغه بيا دغه خبره تکرار کړه چې پاکستان ماتول نه غواړي خو د درېمې درجې د شهري په توګه پاتې کېدل ورته قبول نه وي، او که اتلسم ائيني بدلون وچېړل نو د نوي ائين د جوړېدو غوښتنه به وشي.

د افغانستان د امنيت په اړه يې وويل د 40 کالو راهسې جګړه وشوه که پاکستان ايمانداري وکړي په افغانستان کې راتلی شي او افغانستان به تر ټولو زيات نزدې پاکستان ته وي.