واشنګټن ــــ امریکې په کابل کې د سولې او د پاته طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه را بلل شوې جرګه ستایلې او تمه یې څرګنده کړې دا جرګه به د طالب بندیانو د ژر خوشي کېدو پرېکړه وکړي چې د بین الافغاني خبرو په مخ کې وروستی خنډ دی.
د امریکې خارجه وزیر مایک پمپېو په دې اړه یو ټویټ هم کړی او ویلي یې دي "د لویې جرګې ګډونوال ستایم چې په افغانستان کې د سولې لپاره پر ملي ملاتړ یووالي ته را غونډ شوي دي. تر څلوېښت کلن جنګ، وینو تویېدو او تباهۍ وروسته ښکېل اړخونه تیار دي چې دې شخړې ته د خبرو له لارې سیاسي حل ولټوي".
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ پخپل بیان کې ویلي، طالبان تیار دي چې که یې دغه پاته بندیان ژر خوشي شي نو د افغانستان د سولې له ملي ټیم سره خبرې به پیل کړي.
په بیان کې ویل شوي طالبانو دا ژمنه هم کړې چې د خبرو له پیلېدو سره به تشدد او پېښې را کمې کړي او د مذاکراتو ښکېل اړخونه به له سیاسي لارې پرېکړه وکړي چې دا اوږده جګړه پای ته و رسوي او پر مستقله او پراخه جنګ بندي سره رضا شي.
I commend the participants of the Loya Jirga as they gather to consolidate national support for peace in Afghanistan. After 40 years of war, bloodshed, and destruction, the parties are ready to embark on a political process to reach a negotiated settlement.
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) August 7, 2020
بیان وایي امریکا اراده لري چې طالبان پر خپلو ژمنو ټینګ وساتي. وایي دوی پوهېږي چې د پاته طالب بندیانو خوشي کول عادي خبره نه ده، خو وایي دا سخت ګام به د سولې په برخه کې د ارزښت وړ نتیجه ورکړي:
"امریکا پر ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله، پر نورو افغان مشرانو او د لویې جرګې پر ګډونوالو ټینګار کوي د سولې لپاره له دې تاریخي موقعې دې ګټه واخلي چې هم به یې افغانانو ته ګټه ورسېږي او هم به د سیمې او نړۍ د امنیت او ارامۍ لپاره ګټه ولري".
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي، د ټرمپ انتظامیه له افغانستان سره همکارۍ ته ژمنه ده او امریکا یو خپلواک، متحد او جمهوري افغانستان غواړي چې وایي پخپله د افغانستان او د ګاونډیو په ګټه دی، خو وایي د دې تر څنګ امریکا دې ته هم ژمنه ده چې د امریکې د خلکو بوج او پوځ خطر هم په افغانستان کې را کم کړي:
"له افغانستانه د ترهګرۍ پیدا کېدونکي ګواښونه نور باید امریکا او زموږ متحدینو ته خطر نه شي. موږ تیار یو چې خپل دې مقصد ته د رسېدو لپاره له خپلو افغان امنیتي ملګرو سره امنیتي مرستې روانې وساتو".
خو وایي د افغانستان د مستقبل پرېکړه به خپله افغانان کوي او امریکا په افغانستان کې له 2001م کال راهیسې د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي لاسته راوړنو د ساتنې او دوام کلک ملاتړ کوي، چې وایي په دې کې د د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو د جمهوري او بشري حقونو خوندي کول هم شامل دي.