سعودي عرب پاکستان ته د تېلو او قرضونو ورکول ودرولي، راپور

راپورونه وايي سعودي عرب پاکستان ته تېل او قرضونه ورکول ودرولي دي، دا وروسته له هغې چې سعودي عرب د پاکستان غوښتنه نه ده منلې چې د کشمیر په مسله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) غونډه راوبلي.

د منځني ختيځ د څار ادارې مېمو په خپل راپور کې ويلي، د اسلامي هېوادونو د غونډې نه رابللو په سر د دواړو هېوادونو اړيکې ترینګلې شوي دي.

سعودي عرب تېره اوونۍ د پاکستان نه يو ارب ډالره پور/ قرض هم بيرته واپس اخستی دی.

د راپور ترمخه دغه قرض د هغې شپږ اعشاريه دوه اربه ډالرو د پېکج برخه ده کوم چې سعودي عرب د کال 2018م په نومبر کې اعلان کړی او تېر کال د فرورۍ په مياشت کې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د پاکستان د سفر په مهال لاسليک کړی ؤ.

د اګست په 6مه د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د يو پاکستاني شخصي ټيليويژن سره په مرکه کې ويلي ؤ پاکستان د يو کال راهسې د کشمير په مسئله د او ای سي د غونډې رابللو غوښتنه کوي خو وایي لا تر اوسه پرې غور نه دی شوی.

پاکستان غواړي د کشمير په شخړه د هند خلاف د سعودي عرب په مشرۍ د 57 اسلامي هېوادونو د تنظيم مرسته تر لاسه کړي خو تر اوسه د ترکي او ملېشيا نه پرته د کوم بل اهم ملک مرسته يې نه ده تر لاسه کړې چې څېړونکي يې د پاکستان د خارجه پاليسۍ ناکامي بولي.

شاه محمود قريشي ويلي که سعودي عرب ملاتړ کوي او که نه خو وخت راغلی چې پاکستان د کشمير په مسئله مخکې تګ وکړي او زياته يې کړه که او ای سي غونډه نه راغواړي پاکستان به ګوري چې د ياد تنظيم غړی پاتې شي او که نه.

په عېن حال کې د پاکستان پوځ ويلي د ګل/ دوشنبې په ورځ د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د سعودي عرب د سفير نواف سعيد المالکي سره ليدلي، په دوه اړخيزه ګټو، د سيمې په امنيت او دوه اړخيزه دفاعي اړيکو يې خبرې اترې کړي دي.

پاکستان او سعودي عرب د اوږدې مودې راهسې د اقتصاد، تجارت او پوځ په برخه کې دوه اړخيزه کلکې اړيکي لري، راپورونه وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاؤ تريخوالی به د پاکستان اقتصادي بحران نور سېوا کړي د کوم په کمولو کې چې سعودي عرب د تېرو څو کلونو راهسې د پاکستان د مرسته کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاؤ تريخوالی جوړ شوی دی، د تېر کال دسمبر په مياشت کې سعودي عرب په پاکستان فشار راوړ چې د کولالمپور په غونډه کې ګډون نه کوي ځکه چې په دغه غونډه کې د سعودي عرب سيال مخالف هېوادونو ايران او ترکي ګډون درلود.