پېښور: د مذهب په سپکاوي د تورن کس وژونکي له عدالته د ضمانت درخواست بیرته اخیستی

واشنګتن ــــ په جولای میاشت کې په پېښور عدالت کې دننه د پاکستان له احمدي اقلیتي ډلې سره د تړاو لرونکي تن په وژنه تورن ځوان د ترهګرۍ ضد عدالت ته ورکړی خپل د ضمانت درخواست بیرته اخیستی دی.

د پاکستاني نسله امریکایي‌ وګړي طاهر نسیم په وژنه تورن تن وکیلان د ګل- دوشنبې په ورځ‌ عدالت ته وړاندې شوي او عدالت ته یې ویلي چې مؤکل یې نه غوښتل د ضمانت د درخواست پیروي وکړي او یواځې په دې کې دلچسپي لري‌ چې مقدمه یې ژر پر مخ لاړه شي.

عدالت بیا سرکاري وکیل ته امر کړی چې د تورن تن په اړه وروستی رسمي الزام یا فردِ جرم په لسو ورځو کې دننه له عدالت سره جمع کړي چې مقدمه پیل شي.

طاهر احمد نسیم دوه کاله مخکې د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی وو او مقدمه یې په عدالت کې روانه وه، خو د جولای په 29مه چې هغه عدالت ته د اورېدنې لپاره ورغلی وو، یو ځوان ناڅاپه د عدالت کمرې ته ور ننووت او هغه یې په ډزو و واژه.

څو ورځې وړاندې د طاهر نسیم په وژنه د تورن تن- چې خالد نومېږي- د ضمانت درخواست په عدالت کې په مختلفو بنیادونو د کم عمره مشکوک تن په توګه جمع کړل شوی وو. په دې لس مخیز درخواست کې اکثر د قرآن آیتونه او حدیثونه لیکل شوي او پکې ویل شوي چا چې ارتداد کړی وو باید و وژل شي.

پولیس وایي تورن تن 17 کلن دی خو د هغه وکیل یې عمر شاوخوا څورلس نیم کاله یادوي او وایي چې په مقدمه کې تر اوسه پورې شوې ټوله پلټنه د 2018م کال د کم عمرۍ جسټس سیسټم د قانون سرغړونه ده.

د طاهر نسیم په وژنه تورن خالد دا مهال د پېښور په مرکزي زندان کې په جوډیشل ریمانډ ساتل شوی دی.

د هغه د وکیلانو په پېنل کې شبیر حسېن ګګیاڼی، محمد انعام یوسفزی، بېرسټر امیرالله خان، قیصر زمان خان، عبدالولي، شکیل احمدخېل او نور شامل دي.

د خالد په نوم د مذهب په سپکاوي د تورن تن په وژنه ککړ ځوان په ضد د قتل مقدمه د پېښور چاوڼۍ په ختیځه تاڼه کې درج شوې وه چې پکې د قتل 302، ترهګرۍ او د وسلې لرلو دفعې لګېدلې دي.

پاکستاني رسنۍ وایي د پاکستان خارجه وزارت د اګست پر شپږمه د طاهر نسیم د مړي د لېږدولو په اړه جوازنامه (این او سي) جاري کړې او د هغه مړی د اګست پر څورلسمه په پېښور کې د امریکې کونسلګرۍ ته سپارل شوی او په بله ورځ امریکې ته لېږل شوی دی.