د حیات بلوچ وژنه: د سېنټ کمېټۍ د ملېشه او پولیسو مشران ور بللي، صوبایي او مرکزي حکومت پېښه غندلې

واشنګټن ـــــ د پاکستان په سېنټ کې د بشري حقونو قایمه کمېټۍ د بلوچستان په تربت سیمه کې د پوهنتون د زده کوونکي حیات بلوچ د وژنې پر سر د اګست پر 28مه د صوبې د ملېشه ځواکونو او پولیسو مشران خپلې غونډې ته ور بللي دي. صوبایي او مرکزي حکومتونو د حیات بلوچ وژنه غندلې ده.

د حیات بلوچ وژنې وروسته له هغه د خلکو جذبات لا را وپارول چې د نهې- سه شنبې په ورځ یې د وژنې زړه بوږنوونکی تصویر پر ټولنیزو رسنیو خپور شو، په تصویر کې لیدل کېږي چې مړی یې د مور و پلار تر منځ پروت دی، وینه ترې بهېدلې ده او مور یې اسمان ته په سوال دواړه لاسونه لپه کړي دي.

په سېنټ کې د پیپلز ګوند سنېټر او د دې کمېټۍ مشر مصطفی نواز کوکر د کمېټۍ د دفتر له خوا جاري شوې خبرتیا پر ټویټر خپره کړې، چې پکې ویل شوي د بلوچستان د ملېشه او پولیسو مشران به د حیات بلوچ د "غیرعدالتي" وژنې په اړه معلومات ورسره شریکوي:

"د کمېټۍ ایجنډا به دا وي چې د ایف سي بلوچستان مشر به کمېټۍ ته د حیات بلوچ د غیرعدالتي وژنې په اړه معلومات ورکوي، چې څنګه د عملیاتو د معیار په عملي کولو کې پاته راغلي او تر دې پېښې وروسته یې څه ګامونه اخیستي".

د بلوچستان حکومت هم د حیات بلوچ وژنه غندلې ده او وایي د دې پېښې خبر یې اخیستی دی. د حکومت ویاند لیاقت شاهواني نن د اګست پر 18مه په کوټه کې یوې خبري غونډې ته د حیات بلوچ وژنه ډېره د افسوس وړ، دردوونکې او زړه بوږنوونکې بللې ده:

"په تربت کې چې د یو ځوان محمد حیات شهید پېښه وشوه، موږ سمدستي په څلرویشت یا اته څلوېښت ګنټو کې دننه- داسې کله هم نه دي شوي- د تورن کس خلاف مقدمه درج کړې او هغه مو نیولی دی".

د سېنټ د بشري حقونو د کمېټۍ مشر مصطفی نواز کوکر وایي، د بلوچستان د پولیسو مشر یې هم دې غونډې ته ور بللی دی چې وایي هغه به هم "کمېټۍ ته د حیات بلوچ د وژنې د مقدمې درج کېدو او تر اوسه د شویو پلټنو په اړه معلومات ورکوي".

د سېنټ د بشري حقونو د کمېټۍ یو غړی سنېټر عثمان خان کاکړ وایي، د بلوچستان د ملېشه او پولیسو مشرانو تر ور بللو وروسته به کمېټۍ خپلې پرېکړې کوي او په بلوچستان کې د حیات بلوچ په شمول د نورو بشر ضد کارونو په اړه به حکومت ته سپارښتنې کوي:

عثمان کاکړ د وي او اې ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني ته وویل "په صوبه کې خو د بشري او انساني حقونو بېخي ډېرې زیاتې خلاف ورزۍ روانې دي هغه که بلوڅي علاقه ده او که پښتني علاقه چمن، کوټه یا نورې ضلعې دي". ښاغلي کاکړ نن د سېنټ غونډې ته هم وویل چې حیات بلوچ امتحان ته تیاري کوله خو و وژل شو.

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو سیاستوالو، د بشري حقونو فعالینو او عامو خلکو د حیات بلوچ وژنه په کلکه غندلې ده. د تحریک انصاف ګوند د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري هم د حیات بلوچ پر وژنه خواشیني څرګنده کړې ده:

"په تربت کې د خپلې کورنۍ مخته د ایف سي له خوا د ځوان هلک حیات بلوچ وژنه بېخي د منلو نه ده، په داسې حال کې چې د دې پېښې ذمه وار عسکر پولیسو ته سپارل شوی او ایف ای آر درج شوی، دا پلټنه باید وشي او معلومه کړي چې څنګه د داسې بې پروا وژنه اجازه ورکړل شوه".

د تربت سیمې د پولیسو یوه مشر نجیب پندراني د جمعې په ورځ ویلي وو، د پېښې مقدمه یې درج کړې او د ملېشه ځواکونو تورن عسکر یې نیولی دی. د بلوچستان د ملېشه ځواکونو دفتر تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو پولیس وایي مقدمه یې د قتل د 302 دفعې په بنیاد درج کړې او پر نیول شوي ملېشه عسکر یې د جوډیشل مجسټرېټ په امر اووه ورځې ریمانډ تر لاسه کړی دی.

حیالت بلوچ د کراچۍ پوهنتون زده کوونکی وو او د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ یې په تربت کې له خپل مور و پلار سره د خورما په باغ کې کار کاوه، چې د کورنۍ په وینا یې ملېشه عسکرو هلته تر یوې چاودنې وروسته له باغه را و ایست او په ډزو یې و واژه.