شاعر او محقق ډاکټر پروېز مهجور خېشکی د 68 کلنۍ په عمر مړ شو

واشنګټن ــــ د پښتو ژبې مشهور لیکوال، شاعر او محقق ډاکټر پروېز مهجور خېشکي له اوږدې ناروغۍ وروسته نن د یکشنبې- اتوار په سهار د 68 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

ډاکټر مهجور د نوښار د خېشکي کلي اوسېدونکی وو، چې په پښتو او اردو ژبو کې یې له پېښور پوهنتونه ماسټرۍ کړې وې او بیا یې د "ارزاني خوېشکي" پر شاعرۍ پي ایچ ډي‌ کړې وه.

ډاکټر مهجور په پیل کې شاعري کوله خو بیا یې وروسته خپله ټوله توجه د تحقیق او خصوصاً د تصوف په اړه د څېړنې خواته واړوله چې تر اوسه یې په لسګونو مقالې لیکلې او چاپ شوې دي.

پروېز مهجور خېشکي په 1988م کال کې د پېښور په پښتو اکېډمۍ کې د جونېر ریسرچ افسر په توګه په نوکرۍ لګېدلی وو او بیا یې څورلس کاله له اکېډمۍ سره د یو محقق په توګه بېلابېل خدمتونه کړي او تر شلو زیات د پي ایچ ډي او ایم فل شاګردان یې روزلي دي.

د مهجور خېشکي په چاپ کتابونو کې "د ښادمحمد دیوان"، "د پښتو ژبه" [له ډاکټر خیال بخاري سره مشترک کتاب]، "د علي محمد مخلص د دیوان تدوین، تحقیق او تصحیح"، "د ارزاني خېشکي کلیات: پي ایچ ډي مقاله"، "د مرزا خان انصاري دیوان: تحقیق او تصحیح"، "رحمان فن اور شخصیت" اردو کتاب او ځینې نور شامل دي.

ډاکټر پروېز مهجور په 1969م کال کې د "پښتو ادبي ټولنه خېشکي" جوړه کړې وه او د دې تر څنګ یې په "ارزاني ادبي جرګه" کې هم ادبي فعالیتونه کړي وو.

د پروېز مهجور خېشکي کورنۍ وایي د هغه جنازه به نن ماځیګر څلور بجې د نوښار په بره خېشکو مېره کې کېږي او هملته به پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.