افغانستان: حکومت وايي خبرو ته پوره تيار دی، طالبان وايي د ټولو بنديوانو په خوشي کېدو يې ډله خبرو ته چمتو ده

د افغانستان حکومتي چارواکو ويلي د طالبانو سره د خبرو دپاره يې تياريانې پوره دي خو د طالبانو د قطر د دفتر ویاند ویلي، د طالب بنديوانو د خوشي کولو پروسه سر ته نه ده رسېدلې او چې څنګه دغه عمل پوره شي ډله یې بېن الافغاني خبرو ته تياره ده.

د صدارتي ماڼۍ ارګ وياند صديق صديقي ویلي د دوی تکنيکي مسلې او نور تیاريانې نزدې پوره دي، د طلوع نيوز ترمخه نوموړي ویلي هيله لري چې طالبان هم خپلې تيارۍ پوره کړي.

د حکومتي مذاکراتي ډلې يو غړي عبدالحفيظ منصور ويلي دوی په پوره توګه خبرو ته تيار دي.

د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم پرون د ګل/ دوشنبې په شپه ناوخته په ټويټر ویلي، د طالبانو د بنديوانو د خلاصولو عمل نه دی پوره شوی او اوس هم د څه بنديوانو خلاصېدل پاتې دي او کار پرې روان دی.

د افغانستان نایب صدر امرالله صالح د طلوع نيوز سره په مرکه کې ویلي ، هغه وروستي شپږ تنه جنجالي بندیان چې ځینو بهرنیو ملکونو یې د آزادېدو په اړه اندېښنې درلودې، د هغوی په اړه دا فیصله شوې چې هغوی به قطر ته منتقل کیږي مګر له هغه ځایه به بل کوم هېواد ته د تګ اجازه ونه لري.

پينځه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت دفتر ویلي ؤ، "زمونږ کمانډویان ازاد شول، دولت هم د طالبانو زندانیان ازاد کړل، یوازیني پاته زندانیان هغه کسان دي، چې په اړه یې نړیوال غبرګون موجود دی او د هغه د حل لپاره هم ډیپلوماټیکي هڅې رواني دي. د زندانیانو د خلاصون پروسه پای ته رسېدلې، اوس باید د سولې مخامخ خبرې سمدستي پیل شي".

ای پي د ځینو طالب سرچینو په حواله ویلي چې د طالبانو پلاوی پاکستان ته تر سفر وروسته له افغان حکومت سره د خبرو پیلولو لپاره د خالي/ شنبې په ورځ بیرته دوحې ته رسېدلی دی.

ویل شوي په عېن حال کې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د ژر پېلېدو دپاره قطر ته سفر کړی دی.

د فرورۍ په میاشت کې په قطر کې د طالبانو او امریکا د لوظنامې له څلورو مهمو برخو يوه مهمه برخه بېن الافغاني خبرې وې.

په اول کې تمه وه چې دا خبرې د مارچ په میاشت کې شروع شي، خو د بنديوانو د خلاصون په سر د جنجالونو جوړېدو له امله دا خبرې د ځنډ ښکار پاتې شوې.