پمپیو تمه لري چې هر هېواد په ایران لګول شویو بندیزونو باندې عمل وکړي

واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د زیارت یا ‌پنجشنبې په ورځ وویل، دی تمه لري چې هر هېواد په ایران باندې د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا په لګول شویو بندیزونو باندې عمل وکړي.

هغه دغه څرګندونې د سرنېم له ولسمشر سره د یوې ګډې خبري غونډې پر وخت وویل،

"امریکا قصد لري چې د ملګروملتونو د امنیت شورا ټول بندیزو پرځای شي او د راتلونکې ګل یا دوشنبې په ورځ به د ملګروملتونو د امنیت شورا نوې مسودې پرځای شي او مونږ په کلکه له هر هېواد څخه غواړو چې د هغوی تر شا ودرېږي."

پمپیو زیاته کړه، امریکا تمه لري هر یو هېواد د ملګرملتونو له غوښتنو سره سم عمل وکړي او زیاته یې کړه دا اسانه خبره ده او چې زمونږ تمې څه دي."

امریکا ژمنه چې په ایران باندې ټول پخواني لګول شوي بندیزونه د خالي یا شنبې په ورځ د شپې په اتو بجو باندې بېرته ولګوي.

همدارنګه تمه ده په روانه او راتلونکې اونیو کې به نوي اعلانونه وشي چې واشنګټن د ملګروملتونو د بندیزونو د بېرته عملي کولو لپاره څه ډول پلانونه لري.‌

پمپیو د برتانیې د بهرنیو چارو له وزیر ډامېنېک راب سره د شورو یا چهارشنبې په ورځ د یوې ګډې خبري غونډې پر وخت وویل، "مونږ به ملګروملتونو ته وګرځو چې یو ځل بیا بندیزونه ولګوي تر څو په وسلو بندیزونه تل پاتې شي.

راب ویلي وو، "زه فکر کوم چې مونږ په کلکه له دې سره موافق یو چې ایران ته باید هېڅکله اجازه ور نه کړل شي چې اټومي وسلې ولري."