د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي، د مسلم ليګ ن یو مشر "محمد زبېر دوه ځله د پوځ د مشر سره ليدلي، او په دواړه ليدنو کې يې د نواز شریف او مريم نواز په اړه خبرې اترې شوي دي".
د پوځ وياند (ای ار وايي) ټيلي ويژن سره په خبرو کې وويل، "د محمد زبېر د پوځ د مشر سره يو ځل ليده کاته د اګست په وروستۍ اوونۍ او بل يې بيا په اووم ستمبر شوی چې پکې د ايي اېس ايي مشر هم موجود ؤ او دواړه ملاقاتونه د هغه په خواست شوي دي".
هغه زياته کړه "په دغو ليدنو کې هغه د ميا نواز شريف او مريم نواز په اړه خبرې کړي دي او پوځي مشر هغه ته بيا په ډاګه کړې ده چې د هغو قانوني مسلې دې هغه به د پاکستان په عدالتونو کې حل کيږي او سياسې مسلې په پارلیمان کې، د دغو معاملاتو نه دې پوځ لرې وساتل شي".
پوځي وياند وويل هغه په دغې اړه نور څه ويل نه غواړي.
محمد زبېر د مسلم ليګ ن مشر او سيند صوبې ګورنر پاتې شوی دی.
نوموړي د (جيو) ټيلي ويژن سره په خبرو کې ويلي هغه د پوځي مشر نه کومه مرسته نه ده غوښتې او د هغه د پوځي مشر سره شخصي اړيکې دي.
هغه وويل هغه کله هم د پوځ نه مرسته نه ده غوښتې او د پوځي مشر سره په ليدنه کې يې هغه ته په ښکاره ویلي چې هغه د کومې مرستې اخستو دپاره نه دی راغلی، يواځې د معيشيت په اړه يې د هغه سره خبرې شوي دي.
په ټولنيزو رسنیو داسې پوښتنې راولاړې شوي چې پوځ دغه خبره ښکاره کړه چې د مسلم ليګ ن یو مشر د پوځي مشر سره ليدلي اوس پکار ده چې مسلم ليګ ن هم سپيناوی وکړي.
ژورنالسټ مظهرعباس ويلي،
"دا ښه شوه چې د پوځ وياند د مسلم ليګ ن د مشر نوم اخستی چې دوه ځله يې د پوځي مشر سره ليدلي او نواز شريف او مريم نواز د قضيو په اړه یې ورسره خبرې کړي. د زبېر دريځ ډېر کمزوری دی. پکار ده چې مسلم ليګ ن مخې ته راشي سپيناوی وکړي يا ومني چې اېن ار او يې غوښتې وه".
It is good that DG ISPR, has named PML (N) leader who net not once but twice with army chief and discussed Nawaz and Maryam%27s cases. Zubair%27s version was too weak. The PML (N) has to come out with explanation or admit NRO request.
— Mazhar Abbas (@MazharAbbasGEO) September 23, 2020
د مسلم ليګ ن يو مشر د پوځ د مشر سره دا ليدنې په داسې حال کې شوي چې په وروستيو کې د پاکستان پيپلز ګوند په مشرۍ يو ټول ګونديز غونډه شوې او په دې غونډه کې د پوځ په سياسي کردار نيوکې شوې وې.
له دغې وروسته د پاکستان تحریک انصاف حکومتي وزيرانو ويلي چې د يادې غونډې نه وړاندې د مخالفه ګوندونو مشرانو د ګلګت بلتستان په اړه د پوځ د مشر سره ليدلي او د پوځ مشر ویلي ؤ چې پوځ په سياست کې هیڅ رول نه لري ځکه په پوځ دې د سیاست په اړه داسې نيوکې ونه شي.
خو د پاکستاني پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره تر تړلي دې بیان وروسته، چې د پوځ په سیاست کې څه کردار نشته، د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي، پوځ ته پکار هم نه ده چې سیاسي فیصلې وکړي او د فیصلو اختیار باید چې پارلیمان سره وي نه چې له جي اېچ کیو سره.
د شورو- چارشنبې په ورځ د ایون فیلډ په مقدمه کې عدالت ته له حاضرېدو وړاندې مریم نواز له مېډیا سره د خبرو په وخت ویلي دي چې ګلګت بلتستان سیاسي مسئله ده او سیاسي مسئلې باید په پارلیمان کې حل شي نه چې د پوځ په مرکز کې.
مریم نواز له جنرل قمر جاوید باجوه سره د سیاسي مشرانو له ملاقاته بې خبري ښودلې خو دا یې ویلي، نه خو د پوځ مشر ته پکار دي چې سیاسي مشران داسې ملاقاتونو ته ور وغواړي او نه سیاسي مشرانو ته پکار دي چې د سیاسي مسئلو د حل د پاره له پوځ سره ملاقاتونه وکړي.