سپريم کورټ د پېښور په سکول د بريد په اړه د پلټنيز عدالتي کمېشن د راپور عام کولو امر کړی

د پېښور په (آرمي پبلک سکول) د بريد په اړه د ازخود نوټس په اورېدنه کې د پاکستان سپريم کورټ امر کړی، د بريد په اړه چې کوم د عدالتي کمېشن پلټنيز راپور جوړ کړی شوی هغه او په دغه اړه د مرکزي حکومت راپور دې عام کړی شي.

د سپريم کورټ د مشر قاضي په مشرۍ درې کسيزه ډلې نن د جمعې په ورځ په اورېدنه کې امر کړی چې د عدالتي کمېشن د پلټنيز راپور خپرولو سره دې د پېښې د زمه وارانو پرضد سخت ګام پورته کړی شي.

د پېښور په سکول په کال 2014م کې پاکستاني طالبانو بريد کړی ؤ، په دې ترهګر بريد کې د 150 پورې کسان وژل شوي چې زیاتره پکې د سکول زده کوونکي وو.

په کال 2018م کې د هغه وخت د سترې محکمې مشرقاضي (د سپريم کورټ چيف جسټس) ميا ثاقب نثار د اپرېل په مياشت کې هغه وخت د دغه پېښې نوټس اخيستی چې کله په پېښور هايکورټ کې د يوې اورېدنې په مهال په سکول کې د وژل شوؤ څو ماشومانو ميندې پلاران د هغه کمرې ته په احتجاج ورننوتي وو.

بيا د مې په مياشت کې نوموړي د بريد د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن ويلي خو د اکتوبر په مياشت کې يې په رسمي ډول د کمېشن جوړولو امر کړی ؤ.

دغه عدالتي کمېشن د پېښور هايکورټ د يو کسيزه جج جسټس محمد ابراهيم جوړ کړی شوی او سترې محکمې په شپږو اوونيو کې د پلټنو راپور غوښتی ؤ.

خو دغه راپور راپور د روان کال د جولايۍ په مياشت کې عدالت ته وړاندې کړی شوی ؤ.

د پېښور په سکول ترسره شوي ترهګر بريد کې د وژل شوي يو ماشوم پلار فضل خان اېډوکېټ وايي اول دوی د دغه کمېشن په جوړښت اعتراض ؤ چې د يو کسيزه جج، چې ډېره تجربه یې نه درلوده د هغې په سر يې اعتراض ؤ خو وايي اوس چې عدالت د کمېشن د راپور خپرولو وويل، دوی په تمه دي چې په راپور کې به زمه وار په ګوته شوي وي.

د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ وايي دوی غواړي چې دغه پېښه د کومې بې غورۍ له امله شوې، دوی ته دې اصل زمه وار په ګوته کړی شي چې د نورو بچو سره دغه ډول ترهګري ونه شي.

د راپورونو ترمخه عدالت اټارني جنرل عدالت ته ويلي د پېښې د زمه وارو پرضد هر ډول ممکنه کارروايي روانه ده.

چيف جسټس ويلي، د کارروايۍ پېل دې د بره سر نه وشي.

مشر قاضي ویلي د پېښې د زمه وارو پرضد دې سخت ګامونه واخستل شي چې په راتلونکې کې داسې نورې پېښې ونه شي.

د عدالت نه بهر د وژل شوؤ ماشومانو ميندو پلارانو ویلي، سپريم کورټ دې د بره سر نه زمه وار راونيسي لاندې به په خپله سم شي.