د پاکستان له جوړېدو راهیسې سیاستوال په غدارۍ تورن شوي دي

د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د 40 ملګرو په ضد د غدارۍ له مقدمې درج کولو وروسته په هېواد کې بحث روان دی چې د پاکستان په تاریخ کې د دغه روان عمل په سبب به اوس پر نورو کومو کسانو د غدارۍ تورونه لګول کیږي.

د پاکستان د پالیسیو کورني او بهرني تنقید کوونکي وایي،‌ په 1947م کال کې د پاکستان د خپلواکۍ راهیسې پر سیاستوالو، دانشورانو او کارمندانو د بدنامولو لپاره د غدارۍ د تورونو کارولو ازمایشي عمل روان دی.

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر وزیراعظم راجا فاروق حیدر پخپل یوه ټویټ کې وایي "د هندوستان وزیراعظم نرندرا مودي ځکه خوشاله دی چې د پاکستان ټوله آبادي د هغه ایجنټ یعنی د پاکستان غداره ګڼل شوې ده. په پاکستان کې‌ سیاستمداران په نخښه کول د کوشني ذهن لرونکو خلکو کار دی چې بدې نتیجې به یې مخې ته راځي".

فاقي وزیر فواد چودهری ویلی وزیراعظم عمران خان د نواز شریف په خلاف د بغاوت د مقدمې څخه لاعلمه و او پر دغه معامله یی ناخوښی څرګنده کړې

مشر جرنلسټ عامر متین وایي په پاکستان کې د تېرو اویا کلونو راهیسې سیاستوالو ته د غدارۍ ورکولو دغه لړۍ روانه ده:

"موږ فکر کاوه هغه دور اوس ختم شوی دی موږ سنجیده یو او مخ په وړاندې روان یو خو اوس فکر کوم چې نه دی ختم شوی او چاته د غدارۍ نوم ورکول په پاکستان کي‌ یو پسخند جوړ شوی دی، پکار دی دا هر څه ختم شي".

تاریخ ښیي حسین "شهید" سهروردي چې له مشرقي بنګاله د پاکستان د برخې په جوړولو کې یې اهم کردار لوبولی وو، درې میاشتې په هندوستان کې‌ تر اوسېدو وروسته پاکستان ته په راتلو غدار ګرځول شوی وو او د قامی اسمبلۍ له څوکۍ لرې کړل شوی وو.

عبدالغفار خان "باچا خان" د پاکستان سره د وفادارۍ سوګند پورته کړی وو، خو پر دې باوجود غدار ګرځول شوی وو او هغه د 1948م کال تر 1963م کال پورې زیاتره وخت په زندان کې تېر کړی وو. عبدالصمد خان اڅکزی چې ورته "خان شهید" ویل کیږي د انجمن وطن مشر وو او پر هغه هم د غدارۍ تور لګېدلی وو.

پښتانه ملتپال مشران وایي، د باچا خان او عبدالصمد خان اڅکزي دواړو سیاسي مشرانو "قصور یوازې دا وو چې د هند تر وېش وړاندې یې د هند له نېشنل کانګرس ګوند سره تعلق درلود".

د پاکستان د تاریخ په 60مه لسیزه کې د محمد علي جناح پر خور فاطمه جناح د هغه وخت د پوځي آمر ایوب خان په دور کې د غدارۍ تور لګول شوی وو او بیا په 70مه لسیزه کې شیخ مجیب الرحمان ته د واک د بدلون پر معامله د غدار نوم ورکړل شوی وو.

غلام مرتضی شاه سید چې ورته جی ایم سید ویل کیږي، سیند د پاکستان په برخه جوړولو کې یې اهم کردار لوبولی وو خو د ژوند دېرش کاله یې د پاکستان په زندانونو کې تیر کړی وو.

په پاکستان کې ‌یوازې سیاستوال نه بلکې سیاسي ګوندونه هم د غدارۍ په توګه په نخښه کړل شوي دي. ذوالفقار علي بټو پخپل وخت کې نېشنل عوامي پارټۍ (نیپ) د حکومت څخه لرې کړې وه او د نواب خیر بخش مري، خان عبدالولي خان،‌ سردار عطا الله مېنګل او غوث بخش بزنخو په شمول د نېپ پر یو شمېر مشرانو د غدارۍ تور لګول شوی او مقدمې درج کړل شوې وې.

نواب اکبر بګټی چې د خپلې قبیلې د سردار په توګه یې په 1947م کال کې د پاکستان سره د بلوچستان د ګډېدو لپاره ووټ اچولی وو، په 2003م کال کې‌ د بلوچستان د حقونو لپاره د پخواني آمر پروېز مشرف په ضد ولاړ وو، خو د هغه د غوښتنو د اورېدو پر ځای پخواني جنرال هغه غدار اعلان کړ او د 2006م کال په اګست کې یې په پوځي عملیاتو کې وواژه.

عوامي نېشنل ګوند د کالا باغ ډیم د جوړښت کلک مخالف دی او وایي دغه ډیم پر خیبر پښتونخوا منفي اغېز لري خو د دې باوجود د غدارانو د ډلې په توګه قصورواره ګرځول کېږي.

د غدارانو په دغه لسټ کې د فیض احمد فیض او بېنظیر بټو په شمول داسې نور هم شامل دي. په وروستیو کې وفاقی حکومت د یوه بیان د لارې هغه ټول خلک غداران ګرځولي چې پر پاک چین اقتصادی راهدارۍ (سیپېک) نیوکې کوي.