د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي د اختلافي موضوعاتو په حل غږيدلي

د طالبانو سره د خبرو دپاره د افغانستان د حکومتي پلاوي وياند ويلي، د طالبانو سره يې ناسته شوې او د اختلافي موضوعاتو په حل يې بحث شوی او لیدنو ته به دوام ورکوي.

نادر نادري په ټويټر د طالبانو د طالبانو د پلاوي سره د شوؤ خبرو په اړه ويلي،

"نن ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي او د مقابل لوري تماس ډلو ترمنځ جلسه دایره شوه. په جلسه کې د اختلافي موضوعاتو پر حل جدي بحث او توافق وشو چې د حل لپاره به یې جلسات دوام مومي">

بل لور ته د طالبانو د قطر د دفتر وياند محمد نعيم هم ویلي، چې د بېن الافغاني خبرو مذاکراتي ټيمونو په اختلافي موضوعاتو بحث کړی او موافق شوي چې دغه ناستې به دوام ولري.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په 12م ستمبر په قطر کې رسمي خبرې پېل شوې وې.

خو د افغان حکومتي او طالبانو د ټيمونو ترمنځ تازه خبرې په داسې حال کې شوي چې په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي او په عېنې حال کې په هلمند کې نښتې شوي دي.

د 12م ستمبر نه وروسته چې مذاکراتي ټیمونو ناستې کړي او بحثونه يې شوي خو دواړه ډلې تراوسه پورې د خبرو په ايجنډا نه دي سلا شوي.